د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د حقاني شبکې پنځه تنه وسلوال ونیول شول


د خوست ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې پنځه تنه وسلوال چې حقاني شبکې پورې تړلي دي، د ملي امنیت د سرتیرو له خوا نیول شوي


د خوست امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې پنځه تنه وسلوال، چې ویل کیږي حقاني شبکې پورې تړاو لري نیولي دي، همدارنګه هغه یو تن وسلوال هم نیول شوی، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ يې په خوست ښار کې په موټر سایکل کې باروت ځای پر ځای کړي ول او په چاودنه کې يې د ملي امنیت درې سرتیري ووژل شول.


د خوست ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې پنځه تنه وسلوال چې حقاني شبکې پورې تړلي دي، د ملي امنیت د سرتیرو له خوا نیول شوي او په دوی کې یو داسې کس هم وو، چې غوښتل يې د خوست پر نوي امنیه قوماندان ځانمرګی برید وکړي، نوموړی غلام خان بندر کې خوست ته د داخلیدو پر مهال نیول شوی دی.

همدارنګه د ملي اردو د سرتیرو له خوا هغه وسلوال هم ونیول شو، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ يې په موټرسایکل کې باروت ځای پر ځای کړي ول او په چاودنه کې يې د ملي امنیت درې سرتیري ووژل او دوه تنه يې ټپیان کړل، همدارنګه په یاده پېښه کې څلور ملکیان هم ټپیان شوي ول:

"د ملي اردو سرتېرو هغه کس ونيو، چې د تېرې پنجشنبې ورځې په غرمه مهال يې د خوست ښار د لوړپوړيزو ودانيو په ساحه کې د دغه ولايت د څارګرې ادارې موټر ته نږدې د چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته چاودنه ورکړي وه، چې په پايله کې يې خلکو ته د پراخو مالي زيانونو د اوښتو ترڅنګ د ملي امنيت درې تنه سرتېري شهيدان، دوه ټپيان او څلور تنه ملکي وګړي هم سخت ژوبل شوي وو، دغه وسله وال کس پداسې حال کې لاس په لاس نيول شوی، چې ددغه ولايت په يوه بله سيمه کې يې د ملي پوځ پرموټر باندې په ورته توګه د چاودنې پلان درلود.

په عين وخت کې د خوست ولايت د ملي امنيت سرتیرو پنځه تنه وسلوال نیولي، چې د حقاني شبکې سره تړاو لري، د دوى په منځ کې يو داسې کس هم شتون لري، چې دخوست پر نوي امنيه قوماندان سمونوال فيض الله يې د تروريستي بريد پلان درلود، چې له نېکه مرغه دشمالي وزيرستان څخه د راتلو پروخت د غلام خان په سيمه کې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا نيول شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى."

مبارز محمد ځدراڼ وویل، یاد نیونې په تېرو دوو ورځو کې ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده په تېره اونۍ کې په خوست ښار کې دوو چاودنو د پنځو تنو پوځیانو د مرګ ژوبلې تر څنګ دیارلس تنه ملکیان هم ټپیان کړي ول.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د خپلو کسانو د نیول کیدو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG