د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې مهم غړی نصرالدین حقاني ووژل شو


د حقاني شبکې پخوانی مشر جلال الدین حقاني
د حقاني شبکې پخوانی مشر جلال الدین حقاني

نصرالدین حقاني پرون د یکشنبې پر ورځ نا څرګندو وسلوالو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپل موټر کې ویشتل شوی دی.

د حقاني شبکې د مالي چارو مشر نصرالدین حقاني په اسلام اباد کې ویشتل شوی او وژل شوی دی.


نصیرالدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی .

دی پرون د یکشنبې پر ورځ نا څرګندو وسلوالو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپل موټر کې ویشتل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یوه چارواکي هم دا راپور تاید کړ.

رپوټونه وایي چې د نصیر الدین حقاني مړی د شمالي وزیرستان مرکز میرام شا کې خاورو ته وسپارل شو.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د ملا فضل الله تر مشر کېدو وروسته د ناصرالدين حقاني وژنه به د پاکستان لپاره ستونزې لا زياتې کړي.

د سياسي او دفاعي چارو کارپوه متقاعد پوځي محمود شاه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، چې دا د پاکستان لپاره ډېره بدنامۍ خبره ده، چې د حقاني شبکې د ډلې مهم غړى دې په اسلام اباد کې ووژل شي:

" لومړى خبره خو دا ده، چې ده په اسلام آباد کې څۀ کول؟ زموږ خو خپله دا اندازه چې حقاني نېټ ورک په شمالي وزيرستان کې شته او هغه هم د افغانستان پولې ته نيزدې او په پکتيا، پکتيکا او خوست کې عمل دخل کوي. نو دا چې په اسلام اباد کې وو، دا خو د پاکستان لپاره ډېره د شرم خبره ده.

حکيم الله مسود سره چې د سولې خبرې روانې وې، نو هغه په ډرون حمله کې وژل شوى دى، نو دا يوه مساله پاکستان ته جوړه شوې ده او دا اوس په دې کې وخت چې دا بله مساله جوړه شوه، نو دا د پاکستان لپاره د بدنامۍ يو سبب دى او زما په خيال په دې کې د پاکستان قصور هم شته."


د پخواني جهادي قومندان جلال الدين حقاني او سراج الدين حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې وسله وال د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې ځاى پر ځاى دي او له هغه ځايه په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو او افغان سرتېرو خونړي بريدونه کوي.

حقاني شبکه همداراز د ډله ييزو ځانمرګي بريدونو مخکښه ډله انګېرل کېږي.

ياده دې وي، چې د پاکستان امنيتي ادارو لا تر دې دمه د ناصرالدين حقاني د وژنې د خبر ترديد يا تصديق نه دى کړى.

د امریکا متحدو ایالاتو درې کاله مخکې نصیرالدین حقاني او دوه نور افغانان د نړیوالو ترهګرو په نوملړ یا لیسټ کې شامل کړی وو.

امریکا د حقاني شبکه یوه ترهګر ډله ګڼي او وايي چې په افغانستان کې په لویو حملو کې لاس لري .

د حقاني د شبکې مشري اوس د جلال الدین حقاني یو بل زوی سراج الدین حقاني کوی.
XS
SM
MD
LG