د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي ازادۍ لپاره د جان اېف کېنېډي پېغام


 جان اېف کېنېډي د امریکا پخوانی ولسمشر
جان اېف کېنېډي د امریکا پخوانی ولسمشر

په ليکنه کې راغلي، د دې لپاره چې مذهب له سختې تر سخترینې پوښتنې ته ځواب ويلای شي، د بيليونونو انسانانو په ژوند کې يو ځانګړی مقام او ارزښت لري.

د امريکا د پخواني وژل شوي ولسمشر جان ايف کينيډي د تلين په مناسبت کرسچين ساينس مانيټر نومې ورځپاڼې يوه ليکنه خپره کړې چې په کې راغلي، د نړۍ هېوادونه بايد د نوموړي د مذهبي ازادۍ پيغام ته ځير شي. د ليکنې له مخې، د پاکستان په څېر هېواد کې، چې طالب وسله والو يې ځانته نوی مشر ټاکلی، د مذهبي سختدريځۍ د له منځه وړلو غوره لار د کينيډي لخوا د ورکړل شوي پيغام په پام کې نيول دي.


ليکنه زياتوي، په داسې حال کې چې امريکايان د روانې مياشت پر ۲۲ مه نېټه د خپل وژل شوي ولسمشر پنځوستم تلين لمانځي، د نوموړي د هغه مفکورې چې د ازادۍ په اړه يې وړاندې کړې، ډېر څه ويل کېدای شي.

په ليکنه کې د جان ايف کينيډي هغه وينا راخيستل شوې چې په ۱۹۶۰ م کال کې يې د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال کړې وه. نوموړي ويلي وو، موږ بهرنۍ نړۍ ته د بېلا بېلو نظريو، لکه ازاد کاروبار او د کميونېزم ضد او د امريکا پلوۍ په حق کې خبرې کوو، خو ډېر لږ ځلې داسې شوي چې د مذهبي ازادۍ په اړه مو ورته خپل نظر وړاندې کړی وي.

په ليکنه کې راغلي، د دې لپاره چې مذهب له سختې تر سخترینې پوښتنې ته ځواب ويلای شي، د بيليونونو انسانانو په ژوند کې يو ځانګړی مقام او ارزښت لري. ليکنه کاږي، دا مذهب دی چې په ټولنه کې مثبت بدلون ته لار هواروي، او ځکه نو بايد پرېښودای شي چې د نړۍ په هېوادونو کې په ازاده او سوله ييزه توګه وکارول شي.
XS
SM
MD
LG