د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګر شهیدان بلل د پاکستاني پوځ سپکاوی دی


د جماعت اسلامي مشر منور حسن
د جماعت اسلامي مشر منور حسن

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پوځ عامه اړیکو څانگې ای اېس پي ار په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دی چې ترهګرو ته شهید ویل د پاکستاني پوځ سپکاوی دی،

د پاکستان پوځ د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن هغه څرګندونې چې خه باندې یوه اونۍ یې په یوه ټېلیویژني مرکه کې کړې سختې غندلې چې د طالبانو مشر حکیم الله مسید(مسود، محسود) یې شهید بللی وو. او د وسله والو طالبانو پر ضد جنګېدونکو پوځیانو په اړه یې ویلي ویل چې هغوی د امریکا اتحادیان دي نو ځکه یې شهیدان نه شي ګڼلای.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پوځ عامه اړیکو څانگې ای اېس پي ار په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دی چې ترهګرو ته شهید ویل د پاکستاني پوځ سپکاوی دی، او زیاتوي د شهیدانو قربانیانې د سید منور حسن او د هغه غوندې بې لارې خلکو لخوا بیانونو ته هېڅ اړتیا نه لري.

اي ایس پې ار وویل سید منور حسن دغه بیان د خپل سیاسي منطق پر بنیاد ورکړی دی خو د اکثریت پاکستانیانو لخوا یې غندنه ښیي، چې اوس ګڼو خلکو ته څرګنده ده چې په هېواد کې حالات څنگه دي او څوک يې دښمنان دي.

ای اېس پي آر بیا کې راغلي چې، "د پاکستان هغه ولس چې خپلو خپلوانو يې له ترهگرو سره جګړه کې خپل ځانونه قربان کړي دي او د هغوی د کورنیو جذباتو ته د دړد رسولو پر سر له سید منور حسنه غوښتنه کوي چې بې له څه شرطه دې بخښنه وغواړي،"

د جماعت اسلامي یو مرکزي مشر د خېبر پښتونخوا مشر وزیر سراج الحق له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپل ګوند د مشر منورحسن د بیان په دفاع کې وویل، هر هغه څوک چې د خدای د رضا لپاره د خپل وطن دفاع کوي نو بې له شکه هغه د دوی لپاره محترم او مقدس دی.
XS
SM
MD
LG