د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پوهنتون کې چاودنې یو استاد ټپي کړ


د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي،چې د اتوار په ماځیګر یې په پوهنتون کې له یوې ماین چاودنې د ژورنالیزم استاد سيد سميع الله سعيدي ټپي شوی دی.


د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رييس ببرک میاخیل د یکشنبې ورځ مشال راډيو ته وویل، چاودنه هغه مهال وشوه،چې په ننګرهار پوهنتون کې د یوناما ادارې له لورې د راتلونکو ټاکنو په اړه غونډه روانه وه.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې باروت د پوهنتون د رييس په موټر کې اېښودل شوي ول.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG