د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام اپوزیشن ډله د سولې په غونډه کې پر ګډون غور کوي


د شام د اپوزيشن ډله نن غونډه کوي څو دا مساله وڅیړي چې د سولې په نړیوالو خبرو کې برخه واخلي او که نه.


تمه ده چې د شام د ملي ایتلاف ډله نن د شنبې په ورځ په استانبول کې لږ تر لږه د دوو ساعتونو خبرې وکړي.

په جینوا کې د شام په اړه د نړیوالو خبرو هدف په شام کې د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو له لارې د شام د دوه کلنې جګړې پای ته رسول دي.

تر دې غونډې یوه ورځ مخکې په استانبول کې، د امریکا استازي رابرټ فورډ د شام د اپوزسيشن له مشرانو سره وکتل او هغوی یې وهڅول چې په دې خبرو کې ګډون وکړي.

خو د اپوزيشن غړیو وویل چې په دې برخه کې اوس ژمنه نه شي کولی.

د شام د ملي ایتلاف اکثر غړي له دې سره مخالفت کوي چې د جینوا په غونډه کې د بشار الاسد استازی برخه واخلي.

د شام اپوزيشن په انتقالي حکومت کې د بشار الاسد له هر راز برخې اخیستنې سره مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG