د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز: طالبانو سره خبرې اترې غواړو


د پاکستان وزير اعظم نوازشریف په پاکستاني طالبانو او بلوڅ بيلتون پالو غږ کړی چې حکومت سره دې مذاکراتو ته کښيني.

د پاکستان وزير اعظم نوازشریف په پاکستاني طالبانو او بلوڅ بيلتون پالو غږ کړی چې حکومت سره دې مذاکراتو ته کښيني.

نوازشریف پرون د جمعې په ماښام کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې لا هم هيله لري چې طالبان به د حکومت د مذاکراتو پیشکش ته مثبت ځواب ووایي خو يوه هفته وړاندې په ډرون بريد کې د طالبانو د مشرحکيم الله مسيد تر وژل کېدو وروستو، دغو طالبانو ويلي چې د پاکستان سره به خبرې ونه کړي.

کراچۍ ته له تګ وړاندې نوازشريف بلوچستان کې د زلزله ځپلې سيمې اواران د ليدلو پر مهال وويل چې بلوڅ بيلتون پاله دې وسله وغورځوي.

ياده دې وي چې بلوچستان کې څو ډلې له پاکستانه د بيلېدو لپاره وسله واله مبارزه کوي او جاسوسي ادارې تورنوي چې دوی ملت پاله بلوڅان تر غيبولو وروسته وژني.
XS
SM
MD
LG