د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:د یوه بریتانوي عسکر د محاکمه کولو هرکلی کړی


د افغانستان د دفاع وزارت د هغه برتانوي سرتیري د محاکمه کولو هرکلی کړی، چې د یوه ناپيژندل شوي زخمي وسله وال په قتل مجرم پیژندل سوی دی.


دا اول ځل دی چې د بریتانیې یو عسکر د افغانستان په جګړه کې په داسې تور محاکمه او بیا مجرم ګڼل کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په مجرمینو د قانون تطبیق د خلکو د ډاډ سبب کیږي.

رویټرز خبري اژآنس وايي، دا پیښه په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې په هلمند کې شوې وه.

د دې عسکر هویت پټ ساتل شوی دی.

د بریتانیا یوې پوځې محکمې دوو نورو عسکرو ته چې په همدې پيښه کې په لاس درلودو تورن شوي وو برآت ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG