د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د حقاني ملاتړي کم شوي دي


خوستي ځوانان د افغانستان ملي بېرغونه رپوي
خوستي ځوانان د افغانستان ملي بېرغونه رپوي

د خوست اوسېدونکي وايي چې اوس خلک پوه شوي چې دغه ډله د پاکستان په مرسته په افغانستان کې سکولونه، کلينيکونه او د عامه ګټو نور ځايونه ورانوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو رپورټ کې ليکلي چې د جلال الدين حقاني او سراج الدين حقاني په مشرۍ په شمالي وزيرستان کې مېشت وسلوالې ډلې ملاتړ اوس په خپل پلرني وطن خوست کې ډېر کم شوی دی.


د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې اوس خلک پوه شوي چې دغه ډله د پاکستان په مرسته په افغانستان کې سکولونه، کلينيکونه او د عامه ګټو نور ځايونه ورانوي.

يو وخت وو چې حقاني ډلې په خوست او پکتيا کې ډير اثر رسوخ درلود. د دې ډلې مشر او د خوست د ځدراڼ قوم سره تعلق لرونکی، جلال الدين حقاني د روسانو خلاف د جهاد له وجې مشهور شوی وو. اوس د نوموړي، حقاني نيټ ورک يا شبکه شمالي وزيرستان کې د هغه د زوی سراج الدين حقاني په مشرۍ موجوده ده. نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي دا ډله له هغه ځايه په افغانستان کې خپلې حملې تنظيموی. سراج الدين حقاني د رپورټونو ترمخه د خپل پلار تر ناروغۍ وروسته د دې خطرناکه ګروپ مشري اخيستي.

نيويارک ټايمز ليکي حقاني ډلې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د امريکايانو په لاس د طالبانو د حکومت تر نسکوریدو وروسته پاکستان کې ځان منظم او ځانته خوندي ځايونه جوړ کړل خو اوس ورته په خپل پلرنی ټاټوبي، خوست ولايت کې د خلکو هغه ملاتړ حاصل نه دی چې له روسانو سره یې د جګړې پر مهال درلود.

ورځپاڼه ليکي د حقاني ډلې وسلوال او مشران لکه جلال الدين حقاني او سراج الدين حقاني پاکستان کې خوندي ځايونه لري او اوس يې په خوست او په ځانګړي توګه په خپل قوم (ځدراڼو) کې هغه ملاتړ نه دی پاتې لکه څومره چې يې پخوا درلود.د حقاني ډلې يو پخوانی قوماندان او د ځدراڼو يو قومي مشر، فيصل رحيم نيويارک ټايمز ته ويلي چې اوس خلک پوه شوي چې د حقاني ګروپ وسله واله جګړه جهاد نه دی او د پاکستان د ګټو، ډالرو او روپو لپاره کار کوي.

د ورځپاڼې په خبره د جلال الدين حقاني په پلرنۍ سيمه کې د هغه د ملاتړ کمېدو يوه وجه دا ده چې د هغه وسله والو ګڼ هغه قومي مشران وژلي چې دوی ته يې پناه نه ورکوله.

په رپورټ کې راغلي چې سره له دې هم د امريکايانو لپاره د حقاني ډله يو لوی خطر دی. دې ډلې په کابل کې پر امريکايي هدفونو بريدونه جاري ساتلي. بلخوا په خوست کې د تشدد پيښې ډيرې کمې شوي دي. ځينې څيړونکي وايي د حقاني ډلې له خوا کابل ته ډير پام اړول دا مانا لري چې په خوست کې اوس ډير بريدونه نه کوي.

خو په نيويارک ټايمز کې راغلي چې د ځدراڼو د ملاتړ کمېدو له وجې حقاني ډله اوس په اسانه د وسلو وړل راوړل نه شي کولی. ځايي خلک د حقاني ډلې سره د پاکستان د جاسوسي ادارو مرستې غصه کړي دی او له همدې وجې هغه کسان چې پخوا يې د دوی ملاتړ کاوه، اوس يې خلاف دي.

د ځدراڼو يو قومي مشر محمد علي ځدراڼ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د حقاني ډله مکتبونه، کلينيکونه، سړکونه او حکومتي ځايونو باندې حملې کوي نو خلک يې ولې ملاتړ وکړي. نوموړي ويلي چې د خوست او پکتيا اوسني اوسيدونکي هغه نسل نه دی چې په ړندو سترګو به يې د جلال الدين حقاني او سراج الدين حقاني ډلې ملاتړ کاوه.
XS
SM
MD
LG