د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د اټمي پروګرام په اړه سخت کار روان دی


د اروپایي اتحادیي یو ویاند وایي، په داسې حال کې چې جګ پوړي ډپلوماتان جنیوا ته روان دي، د تهران د اټمي پروګرام په اړه د شپږو طاقتونو او ایران ترمنځ خبرو لپاره ډېر سخت کار روان دی.


د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ د مشري کاترین آشټن ویاند مایکل مان نن د جمعې په ورځ وویل خبري د پرمختګ په حال کې دي:

«موږ ډیر سخت کار کوو او لکه څنګه مو چې تيره شپه وویل، د پرمختګ په حال کې یو».


مان په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د نړۍ شپږ طاقتونه او ایران هغې معاملې ته نږدې شوې چې له مخې به یي تهران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي او په بدل کې به ورباندې نړېوال بندیزونه یو څه کم شي.

سپیني ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، که چېرې تهران د خپل اټمي پروګرام د پرمختګ د مخنیوي لپاره څرګند ګامونه پورته کړي، د نړۍ شپږ طاقتونه چمتو دي چې په ایران اقتصادي بندیزونه کم کړي.

ټاکل شوې چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نن په بیت المقدس کې د اسرائیلو له وزیر اعظم بنیمین نتنیاهو سره له کتنې وروسته جنیوا ته لاړ شي او د ایران او شپږو طاقتونو په خبرو کې ګډون وکړي.

د اسرائیلو وزیر اعظم له کري سره له کتنې مخکې د ایران معامله په کلکه رد کړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ به هم د جنیوا په خبرو ګي برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف په مسکو کې وویل، شپږ طاقتونه او ایران ممکن د تهران د اټمي پروګرام د لانجې د ختمولو لپاره د جنیوا په غونډه کې په یوې نقشې موافقه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG