د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټرانو د راخوشي کېدو لپاره باید ولس راپورته شي


څه نا څه ۱۷ ډاکټران وژل شوي دي، او څه ۱۸ تښتول شوي دي، ډېرو ډاکټرانو بلوچستان پرېښی دی.

په کوټه کې د ډاکټرانو کاربندیز چې د ډاکټر مناف ترین د تښتولو وروسته یې د سیپتېمبر پر ۱۷ مه نیټه پیل کړی وو لا هم دوام لري، . ډاکټر مناف چې د زړونو یو مشهور ډاکټر دی، او په کوټه د خپل روغتون و مخې ته نامالومه وسلوالو وتښتولو.


دا کاربندیز د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیې چې د ډاکټرانو نورې ګڼې ډلې یې ملاتړ کوي په ټوله صوبه کې روان دی. د کوټې ډاکټرانو اتحادیې مطبوعاتي ویاند ډاکټر غلام رسول وایي، که چیرې حکومت د ډاکټرانو خلاف د تشدد د پیښو مخنیوی ونه کړ ، نو دوی به خپل کاربندیز نور هم وغځوي.

"څه نا څه ۱۷ ډاکټران وژل شوي دي، او څه ۱۸ تښتول شوي دي، ډېرو ډاکټرانو بلوچستان پرېښی دی. اوس چې کله ډاکټر مناف ترین وتښتول شو، او څه ۵۳ ورځې وشولې د هغه هېڅ پته نه لګېږي. او د دغې خلاف زموږ کاربندیز دی، د اوپي ډي نه او د لوږې هړتال مو هم پیل کړی ."

ډاکټر غلام رسول دا هم وایې، تر اوسه پورې حکومت یو ډاکټر هم نه دی راخلاص کړی، او نه یې د ډاکټرانو خلاف په دغه پیښو کې ککړ کسان نیولې دي.

د بلوچستان میډیکل ایسوسي ایشن صوبایې مشر ډاکټر سلطان ترین بیا وایي، حکومت د ډاکټرانو د ژوند او کار په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی، چې نقصان یې عام ولس ته هم رسېږي.

"تر ټولو ستړې خبره دا چې ۱۰۱ ډاکټرانو بلوچستان کې کار کول پریښودل، او نورو ملکونو ته تللې دي. مونږ به مخکې هم احتجاج کاو، خو اوس مونږ ټولو فیصله کړې د ډاکټر مناف ترین د را خوشې کیدو پورې به دغه احتجاج جاري ساتو. تر اوسه پورې یې هیڅ پته نه لګېږي، او نه حکومت څه کړي دي."

په بلوچستان کې د دغه صوبې د خلکو سره سره د افغانستان نه هم مریضان راځي او د ډاکټرانو د کاربندیز له وجې د هغوي علاج هم متاثره کیږي. ډاکټر سلطان ترین وایې دوی کوشش کوي، د خلکو مسلو ته هم وګوري، خو وایي نه خو ولس او نه مدني ټولنې د دوی لپاره څه غږ پورته کړ.

"پر دې ماته ډیر افسوس کیږي، ډاکټر چې وتښتول شي، باید هغه پخپله احتجاج ونه کړي، د هغه لپاره باید خلک اواز پورته کړي، باید سیاسې ګوندونه او مدنې ټولنه د هغوی لپاره غږ پورته کړي، ځکه چې ډاکټر په هړتال نه شی تلی، هغه به د مریض سره وي. چې ډاکټر نه وي، نو مریض به چیرته ځي. خو ماته افسوس پر دې راځې چې د دوی لپاره چا هم غږ پورته نکړ."

په بلوچستان کې د ډاکټرانو د تښتولو پیښې وخت پر وخت مخې ته راځې ، او د ډاکټرانو د اتحادیې غړي وایې اکثره تښتول شوي ډاکټران دوی په خپل سر د تاوان ورکولو وروستو خوشې کړې، او حکومت د دغه پیښو په ودرولو کې تر اوسه هیڅ عملې کار ندی کړی.
XS
SM
MD
LG