د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین و پاکستان ته دوه اټومي رېکټرونه ورکړي


د اټومي رسد ډله به د چین لخوا پاکستان ته د اټومي رېکټرو په ورکولو څه عکس عمل وښيي، او کیدای شي زیاتره هیوادونه دغه یو ښه ګام ونه ګڼي.


برتانوي مجله ورلډ پالیټیکس ریویو لیکې ، چین پاکستان ته دوه ایټمې ریکټرې ورکړي، او کیدای شي نړیوال هیوادونه د چین لخوا دې ګام ته ښه ونه ګوري. پاکستان وایې دغه ریکټرې به په کراچۍ کې لګوي.

برتانوي مجله ورلډ پالیټیکس ریویو په خپل یو رپوټ کې وایي، د روان کال په اپریل کې چین ویلې وو، دوی به دوه رېکټرې پاکستان ته ورکوي، چې د دغه منصوبې منظوري د پاکستان د اټومیک انرژۍ کمیشن لخوا هم په جون کې شوې وه.

له دغه منصوبې سره د دواړو هیوادونو اړیکې زیاتې ښې مالومیږي، او دا چې چین دا صلاحیت لري، په ملک دننه رېکټرې جوړې کړی، او بیا یې نورو هیوادونو ته واستوي.

د اټومي رسد ډلې ( د نیوکلیېر سپلایر ګروپ) د غړي په حیث د چین پر دې کار کیدای شي د نړیوالو لخوا تنقید وشي، او د دغه تړون مخې ته راتللو سره کیدای شي نړیوال هیوادونه له چین سره پر خپلو اړیکو هم بیا له سره غور وکړي.

د چین لخوا ورکړل شوې اټومي رېکټرې چې هر یو ، ۱۱۱۰(یو زر او یو سل لس )میګا واټه دی، د کراچۍ په اټومي پاور پلانټ کې اېښودل کېږي، دغلته اوس د کاناډا لخوا یو وړوکی رېکټر کار کوي. په دغه منصوبه نهه اعشاریه شپږ اربه ډالره خرچه راځي، چې منظوري یې د پاکستان قامي اقتصادي کونسل مشرانو ورکړې ده، او دا ښکاره کوي ، پاکستان د ۲۰۳۰م کال پورې خپل ټاکل شوی ملکي ضرورت پوره کول غواړي. او له دغې سره به پاکستان د خپل توانایي د بحران کمولو لپاره هم عملې کار پیل کړي.

ورلډ پالیټیکس ریویو وایې د پاکستان او چین تر منځ دا منصوبه ښکاره کویو چین دا صلاحیت لري، چې د دوی لویې درجې ریکټرې جوړې کړی، او بیا یې په نورو هیوادونو خرصې کړي. پاکستان ته ورکړل شوې دا دوه ریکټرې د فرانس په طرز جوړې کړل شوې دي.

په اکتوبر کې کې چین او برتانیې داسې لوظنامه لاس لیک کړې وه، چې له عمله برتانیا کولی شي، د خپلو کمپنیو له لارې د چین په نوي اټومي پروګرام کې کار وکړي.

ورلډ پالیټیکس ریویو لیکې د دې ټولو هر څه نه دا هم مالومیږي، چین په نړۍ کې په اټومی صنعت کې یو مهم هیواد جوړیږي، خو دا چې د اټومي رسد ډله به د چین لخوا پاکستان ته د اټومي رېکټرو په ورکولو څه عکس عمل وښيي، او کیدای شي زیاتره هیوادونه دغه یو ښه ګام ونه ګڼي.
XS
SM
MD
LG