د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سعودي سره مو د ایټمي وسلو سودا نه ده کړی


پاکستان هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې دوی له سعودي عرب سره د ایټمي وسلو سودا کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز چودري تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رپوټونه غلط دي او د ده په وینا پاکستان د ایټمي وسلو د نه خپرولو پر تړون کلک ولاړ دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پنجشنې په شپه خپاره شوي د بي بي سي نیوزنایټ په نامه څېړنیز پرواګرام وویل چې که چېري ایران ته د ایټمي بم جوړولو اجازه ورکړل شوه نو سعودی عرب به له پاکستانه ایټمي وسلې ترلاسه کړي.

د دې رپوټ له مخې ، له پاکستان سره نه یوازې سعودي عرب ته د ورکولو لپاره داسې لوی شمېر توغندي تیار پراته دي بلکې سعودي عرب د پاکستان په ایټمي پروژو کې په براخه کچه پېسې هم لګولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG