د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق:د تشدد پېښو لږ تر لږه ډېرش کسان ووژل


په عراق کې پرون د پنجشبنې په ورځ د تشدد پېښو لږترلږه ډېرش کسان ووژل.


چارواکي وايي، په یوه پېښه کې نولس سرتېري پر یوه پوځي مرکز په غبرګو موټر بم حملو کې ووژل شول.

د چارواکو په وینا دا برید پرون ناوخته هغه مهال وشو چې دوه تنه ځان وژونکي د پلازمېنې بغداد په شمال کې په ترمییه Tarmiyah ښارګوټي کې له خپلو موټرو سره چې په چاودېدونکو موادو بار وو دې پوځي اډې ته ننوتل او هلته یې ځانونه والوزول.

په دې پېښه کې نولس سرتېري وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. پولیس وايي، لومړي بریدکوونکي دوهم ته لاره پاکه کړه څو ځان د پوځي اډې زړه ته ورسوي او هلته ځان والوزوي.

په عراق کې د تشدد پېښې وروسته له هغه زیاتې شوې چې امنیتي ځواکونو په تېره اپرېل میاشت کې د سني اعتراض کوونکو پر کمپ خونړی یرغل وکړ.

له دې مخکې د عراق په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو په حملو کې چې ډېره برخه یې ځان وژونکې وې یوولس کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG