د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې چاودنې اته تنه ولسي وګړي ووژل


نن د جمعې په سهار د زابل په مرکز قلات کې د عامو وګړو يو موټر پر ماين ختلی دی، چې پکې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن د جمعې په سهار د زابل په مرکز قلات کې د عامو وګړو يو موټر پر ماين ختلی دی، چې پکې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په پېښه کې د وژلو شويو کسانو لويه برخه ښځې دي.


چارواکي وايي، د عامو وګړو يو سراچه موټر نن سهار د زابل مرکز قلات ته څېرمه، په برو باکورزو سيمه کې پر ماين ختلی دی، چې پکې اته تنه عام کليوال وژل شوي او موټر چلوونکی ژوبل دی.
په وژلو شويو کسانو کې پنځه تنې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، ماين طالب وسله والو پر لاره خښ کړی وو، چې ښار ته روان کليوال ورباندې ختلي دي.

دی وايي، په پېښه کې ټپي شوی موټر چلوونکی روغتون ته لېږدول شوی چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.


"قلات ته نږدې په برو باکوزرو سيمه کې نن سهار په اته بجې د عامو وګړو يو سراچه موټر د واټ د غاړې پر ماين ختلی دی، چې پکې اته تنه شهيدان شوي او يو موټ چلوونکی ژوبل دی. په شهيدانو کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او يو د کلي امام شامل دي."


چارواکي چاودنه د طالب وسله والو کار بولي، خو لا هم دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې په غزني کې هم د عامو وګړو پر يوه ټونس موټر هم ماين ور چول شوی وو چې پکې نولس تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG