د لاسرسي ځای

وال سټریټ ژورنال لیکي: افغانستان د بهرنیو ځواکونو قوي حضور ته اړتیا لري تر څو دا هیواد د طالبانو او القاعده وسله والو له شره خلاص کړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: له افغانستان سره ژمنه- ترسرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کي یي راغلي:


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما د میز پر سر پرته نظامې موضوع د افغانستان مسله ده. عراق او د سوریې روانه جګړه چندانې ګرمې مسلې ندي، خو جمهور رئیس اوباما لا هم کولاي شي د افغانستان لپاره یو څه وکړي.

ورځپاڼه لیکي: جمهور رئیس بارک اوباما دري کاله وړاندي یو ضرب الاجل یعنې په افغانستان کي د پوځي عملیاتو د پاي ته رسولو لپاره ۲۰۱۴ م کال اعلان کړی و، خو د ورځپاڼې په باور، د افغانستان جګړه به لکه څنګه چي د امریکایانو زړه دی، هسي ختمه نشي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: افغانستان د بهرنیو ځواکونو قوي حضور ته اړتیا لري تر څو دا هیواد د طالبانو او القاعده وسله والو له شره خلاص کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سپینې ماڼۍ یو شمير امنیتي سلاکاران غواړي، د عراق په څير له افغانستان څخه په راتلونکې کال کي ټول بهرني عسکرو وباسي ، خو د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کي ځیني مشران له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کي پراخ حضور غواړې، مګر دا ډول کسان د جمهور رئیس اوباما په اداره کي څنګ ته شویدي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی هم ساده متحد یا شریک ندی. تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري فکر کاوه چې له افغانستان سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه توافق ته رسیدلی، مګر جمهور رئیس کرزي د امریکایي عسکرو د قضایي مصونیت مسله را مخ ته کړه او خبره یي لوې جرګې ته راجع کړه.

وال سټریټ ژورنال وړاندي لیکي: امریکایي عسکر له المانه نیولې تر جنوبي کوریا پوري په هر ځاي کي چې دي، د امریکا د متحده ایالاتو د قوانینو په چوکاټ کي دي او جمهور رئیس کرزی باید درک کړې چې دا مسله اصلا د بحث وړ نده.
XS
SM
MD
LG