د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز: د حکمتیار وراره د وژنو په تور ونیول شو


د کندوز امنیتي چارواکي وايي، د ګلبدین حکمتیار یو وراره یې د دوو کسانو د قتل په تور نیولی دی.


د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرورحسیني مشال راډیو ته وویل، صلاح الدین حکمتیار پرون پر چارشنبه د پولیسو په یوه تلاشۍ کې یو پولیس په موټر وهلی او له هغه وروسته یې یو بل تن په ډزو ویشتلی چې دواړه وژل شوي ول.

حسیني وايي، په صلاح الدین پسې چې له پرون راهیسې لټه روانه وه نن د چارشنبې ورځ د امام صاحب ولسوالۍ په کل تپه سیمه کې له یوه کلاشینکوف سره نیول شوی دی.

عیني شاهدان هم وايي چې نیول شوی کس د ګلبدین حکمتیار وراره او د شهاب الدین حکمتیار زوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG