د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ښاروالۍ ضد لاریون



په کابل ښار کې په لسګونو کسانو نن مظاهره کړې وه او احمدشاه بابا مینې ته غځیدلې لارې یې د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.


دوی پر کابل ښاروالۍ انتقاد کوي چې د بې توجهي له امله احمدا شاه بابا مینې ته غځیدلی سړک د بګرامیو په سیمه کې بیرته خرابه شوی.

دوی همداراز شکایت کاوه چې کابل ښار والي د ښار کثافات په دې سیمه کې چې د خلکو د اوسیدو ځای دی، اچوي.

بل خوا کابل ښاروالي وايي چې د باران اورښت د سړکونو د جوړیدو کارونه درولي دي او د دې سړک په شمول په یو شمیر نورو سړکونو به راتلونکې کال کار پيل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG