د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان هندوان او سېکان ښايي بیا خپل هیواد پرېږدي


ډېری افغان هندوان او سېکان فکر کوي چې له دوی سره مذهبي توپیر پالل کېږي. دوی دا فکر هم کوي چې په افغانستان کې د کاروبار مواقع نشته.

د کابل په شور بازار کې یو کوډګر او جادوګر دی. ده د سېکانو لویه توره پګړۍ په سر کړې ده او په کوټه کې یې د بوټو، پاڼو او نورو ډېرو شیانو مرتبانونه ایښي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ده خپل اصل نوم نه دی ښودلی او یوازې یې ورته ویلي دي چې شرما نومېږي. شرما په کوډو، تعویذونو او جادو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټي.


د نیویارک ټایمز خبریال چې شرما ته ورغلی وو نو ورته یو ځوان ناست وو. شرما خپل کار وکړ. هغه ځوان ته یې تعویذ ورکړ او ورته یې وویل: ((غم مه کوه، له هغې نجلۍ سره به دې واده وشي [چې ته یې غواړې])) شرما له دې ځوانه ۱۰۰۰ افغانۍ واخیستې.

د نورو ډېرو هندوانو په څېر شرما هم د جګړو په کالونو کې له خپلې کورنۍ سره هند ته تللی وو خو خپله یې هلته کار نشو پیدا کولای. دی کابل ته ستون شو؛ کوډې، تعویذونه یې پیل کړل او هره میاشت په هند کې خپلې کورنۍ ته پیسې استوي.

دی او د ده په څېر ډېری افغان هندوان او سېکان فکر کوي چې له دوی سره مذهبي توپیر پالل کېږي. دوی دا فکر هم کوي چې په افغانستان کې د کاروبار مواقع نشته.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، همدا لامل دی چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به دوی افغانستان پرېښودو ته اړ شي. د سېپټېمبر په میاشت کې چې کله د پارلېمان وکیلانو دا خبره رد کړه چې په ولسي جرګې کې دې د هندوانو او سېکانو لپاره یوه څوکۍ وسپمول شي، نو ولسمشر حامد کرزی مجبوره شو چې فرمان خپور کړي.

په هغو هندوانو او سېکانو کې چې له افغانستانه وتل غواړي رام پرکاش هم شامل دی. دی په کابل کې تر ټولو پخوانی عکاس دی. ده خپل د انځورونو دوکان په ۱۹۵۵ز کال کې جوړ کړی وو. د پرکاش د کورنۍ زیاتره غړي په هند کې دي. دی هڅه کوي چې خپل دوکان خرڅ کړي او هند ته لاړ شي. خو لا نه دی بریالی شوی.

پرکاش وايي، د ده دوکان ډېر مشهوره دی او د دې له کبله هم دی له نورو پرتله د کومې ستونزې لوی هدف دی.

د طالبانو په وخت کې په لومړي ځل له هندوانو او سېکانو سره توپیر پیل شو. دوی ته ویل شوي ول چې پر تندي ژېړه لیکه کش کړي او یا هم یوه سره ټوټه په ځان واچوي. یو هندو وايي، طالبانو دی په زوره مسلمان کړ ځکه چې یوه مسلمانه ښځه یې دوکان ته ورغلې وه او ده ورسره خبرې کړې وې.

ځینې نور هندوان وايي، دوی د وېرې له لاسه خپل بچي ښوونځیو ته نه استوي، بالخصوص خپلې نجونه.

که څه هم په دې وروستیو کې له نورو هیوادونو هندوان او سېکان افغانستان ته ستانه شوي دي، خو بیا هم د ۳۵ کاله پخوا په پرتله، د دوی شمېر په افغانستان کې په کمېدو دی.

هغه وخت په افغانستان کې شا و خوا یو لاک هندوان او سېکان ول. اوس یوازې ۳۰۰۰ کسان پاتې دي. نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، په تېرو درو لسیزو کې زیاتره هندوان او سېکان له افغانستانه هند، کاناډا او جرمني ته تللي دي.
XS
SM
MD
LG