د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کري به اردن ته ولاړ شي



د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري به د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو د ګړندي کیدو د هڅو په دوام نن اردن ته ولاړ شي.

د اردن په پایتخت عمان کې به کري له پاچا عبداله او د فلسطیني ادارې له مشرمحمود عباس سره وګوري.

کري پرون له عباس سره په بیت الحم کې هم کتلي و، هغه له اسرایلو وغوښتل چې د میشت ځایونو جوړول محدود کړي او هغه یې غیرقانوني وبلل.

کارپوهان وایي، په خبرو کې د اختلاف مسله تیره اونۍ ورسته له هغې راپورته شوې چې اسرایل د ۲۶ فلسطیني بندیانو له خوشې کیدو سره په یوه وخت کې په اشغال شویو لویدځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د شاوخوا درې نیم زره یهودانو لپاره د نویو میشت ځایونو د جوړولو پلانونه اعلان کړل.

کري مخکې په بیت المقدس کی د اسراییل له صدراعظم بینامین نیتانیاهو سره کتلي و او د اسرایل او فلسطین له مشرانو یې وغوښتل چې ریښتینې روغه جوړه او سختې پریکړې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG