د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ښار کې بمي چاودنې درې تنه وژلي شپږ ژوبل


د یادونې وړ ده، وړمه ورځ هم د همدې پېښې ځای ته نږدې چاودنه شوې وه، چې په کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي ول.


نن پنجشنبه د غرمې نږدې دوولس بجې د خوست ښار د بلند منزلونو په سیمه کې په یو موټر سایکل کې له اېښودل شوی باروتو په چاودنه کې د ملي امنیت ریاست درې تنه کارمندان وژل شوي او دوه تنه د ملي امنیت سرتیري او څلور تنه ولسي افغان وګړي ټپیان شوي دي.


د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې د پېښې له ځایه د ملي امنیت یو پیک اپ موټر د تګ په حال کې وو، چې ورپسې د ریموټ کنټرول په واسطه په موټر سایکل کې د اېښودل شویو باروتو چاودنه وشوه.

په خوست کې د کمکي معالجوي روغتون چارواکو مسوولینو مشال راډیو ته وویل، چې نوموړي روغتون ته د یادې پېښې له ځایه د دو تنو پوځي کسان جسدونه او څلور تنه ټپیان وروړل شوي، چې یو تن ټپي پوځي کس دی، نوموړي د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله.

همدارنګه د خوست ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمجید منګل مشال راډیو وویل، چې ولایتي روغتون ته هم یو مړی او یو تن ټپي وروړل شوی، چې پوځي کسان دي.

د پېښې مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی دی .

د یادونې وړ ده، وړمه ورځ هم د همدې پېښې ځای ته نږدې چاودنه شوې وه، چې په کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي ول.
XS
SM
MD
LG