د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د محرم لپاره کلک امنيتي ګامونه اخیستل شوي


کوټه: د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګيلاني خبري غونډه
کوټه: د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګيلاني خبري غونډه

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري په دې خبري غونډه کې زیاته کړه چې د صوبې څلور ضلعې بېخي زیاتې حساسه ګرځول شوې

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګيلاني وايي ؛د پاکستان د مرکزي حکومت، استخباراتو او پولیسو له لوري ورته تر بل هر وخت دا ځل زیات ویل شوي، چې په کوټه کې د محرم الحرام په شپو ورځو کې د ترهګرۍ بریدونه ترسره کېدلای شي؛.


ګیلاني وايي دوی هم تر بل هر وخت زیات کلک امنيتي تدابیر نیولي چې د ده په خبره د پاکستان پوځ او ملیشه ځواکونو يې هم ملاتړ کړی. د کورنيو چارو سیکريټري اسد ګيلاني د چارشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل:

؛ موږ ته چې د بریدونو اختارونه راغلي هغه بېخي زیات دي. هغه د مرکزي حکومت له خوا هم راته ويل شوي، د استخباراتو له خوا هم او د ځايي پولیسو له لوري هم راته ویل کېږي. نو دا ځل دې ټولو اختارونو ته په پام سره موږ تیاري کړې ده؛.

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکريټري په دې خبري غونډه کې زیاته کړه چې د صوبې څلور ضلعې بېخي زیاتې حساسه ګرځول شوې، چې دده په خبره په کې په تېر وخت کې هم د محرم په ورځو کې د ناامنۍ پېښې شوې، او اولسي وګړيو ته يې زیان اړولی دی.

؛ زموږ په ټولو دوه دېرشو ضلعو کې په پنځلسو هغو کې د محرم الحرام جلوسونو کېږي. چې په هغه کې څلور ضلعې بېخي زیاتې حساسه، څلور حساسه او اووه نورې داسې سیمې دي چې هلته موږ باور لرو، چې د ناامنۍ پېښې به ونه شي؛.

د کورنيو چارو سیکريټري وايي په کوټه کې يې بیا تر بلې هرې ضلعې زیات امنيتي تدابير په پام کې نیولي او هیله من دی چې د تېر کال په څېر به دا ځل هم د محرم شپې په خير تېرې شي.

د ویلو وړ ده چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په کوټه کې هم شيعه مسلمانان د ماتمي غونډې کوي او جلوسونه راباسي. چې د حفاظت لپاره حکومت هرکال سخت امنیتي تدابیر نیسي.
XS
SM
MD
LG