د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۴۵ زره بې ګناه خلکو قاتل څنګه شهید بولي


د ۴۵ زره بې ګناه خلکو قاتل څنګه شهید بولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

د پاکستان سېنېټ کې مخالفو ګوندونو نن د چارشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزیر چودري نثار د چلند او رویې خلاف د پارلمان ودانۍ مخې ته په احتجاج کې خپله د سېنېټ غونډه وکړه. د پارلمان ودانۍ مخې ته د سېنېټ خپلې غونډې ته د پيپلز پارټۍ سېنېټر رضا رباني وویل، چې په پارلمان کې دودونه تر پښو لاندې شوې او یرغمل کړل شوی دی او زیاته یې کړه چې ریاست د دوی د غلي کولو او ځورولو لپاره له زوره کار اخلي. خو نوموړي وویل چې د پارلمان د سرلوړي مبارزې ته به دوام ورکوي. رضا رباني وویل، پارلمان ته ناسم ځوابونه ویل د پارلماني درناوي سرغړونه ده. اپوزیشن غواړي چې چودري نثار خپل بیان واخلي خو هغه له دې د انا مسله جوړه کړې ده. د پارلمان مخې ته د اپوزیشن سېنېټرانو غونډې سره په څنګ د عوامي نېشنل پارټۍ سېنېټر نبي بنګش د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر ته د ځینو مذهبي سیاسي ډلو مشرانو د شهید په نامه یاد کړ نو د هغه ځواب په دغه ویډيو کې اورېدلی شی.

XS
SM
MD
LG