د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټیسټ ټیوب ماشومانو پیدا کول جایز دي


د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ویلي دي چې په ټیسټ ټیوب کې ماشومان پیدا کول جایز دي.


دا طریقه د بې اولادۍ له ستونزې سره مخامخو کسانو لپاره کارول کېږي. دې ته اېن وېټرو فرټیلایزېشن وايي.

په دې طریقه کې د بې اولادۍ ښکار ښځې او خاوند تولیدي جنسي مواد له بدنه دباندې یو ځای کېږي او چې کله د بچي امېد جوړ شي نو بیا دا مواد بیرته د ښځې بچه دانۍ ته داخلول کېږي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد علي شیراني تېره ورځ خبریالانو ته وویل، د دوی شورا فیصله کړې ده چې په دې طریقه د ماشوم پیدا کول جایز دي.

خو ده وویل، د انسانانو کلونېنګ او یا هم د خلکو جنس بدلول په اسلام کې نه دي روا.

ده وویل، په دې ترځ کې که جراحي کېږي نو باید له اسلامي اصولو سره سم وشي. شورا البته تر اوسه دا فیصله نه ده کړې چې د جنسي تېري په معامله کې د ډي اېن اې معاینه دې د شهادت په توګه ومنل شي او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG