د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: محرم کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ بندیز


یو افغان کډوال وايي، حکومت ته په کار ده چې ورانکاری وي دې له کوره بهر نه پرېږدي، که محرم وي یا نه وي، د امنیت بندوبست په هر وخت کې په کار دی

پېښور : د محرم میاشتې له پېلېدو سره سم په پېښور کې پر شیعه عبادت ځایونو ماتمي غونډې پیل شوې دي او حکومت د دغه مراسمو د ماتمي غونډو او جلوسونو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي او ښار ته یې د افغان کډوالو پر تګ راتګ بندیز لګولی او هغوی ته وی شوي چې د محرم میاشتې په لومړو لسو ورځو کې دې خپل ځان تر کېمپونو پورې محدود وساتي.


په پییښور کې د محرم لپاره د شیعه مسلک ۳۰ عبادت ځایونه حساس ګرځول شوي دي او د موټر سائیکل پر غبرګه سورلۍ او د پیټرول پمپونو بهر د پټرولو او ډیزلو په خرڅولو بندیز لګول شوي دي.

د محرم لپاره د امنیتی ګامونو په لړ کې د پېښور ډیپټي کمشنر ظهیر الاسلام مشال راډیو ته وویل:

"دا یو جامع امنیتي پلان دی او د دې ډېر جزیات دي، په دې کې د امنیتي سرتېرو ګمارنه ده، د جلوسونو د تېرېدو لارېی تړل او د هغوی څارنه کول دی، په هوټلونو او مسافرخانو کې د لټون عملیات کول دي، د موټر سائیکل په غبرګه سورلۍ بندیز لګول شوی دی، له پمپونو بهر د ډیزلو او پټرولو په خرڅولو بندیز لګول شوی دی، په ګرځولو هم بندیز لګول شوی دی او د افغان ګډوالو په تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی او افغان مهاجرین تر کېمپونو پورې محدود وي"

دا چې افغان کډوال د محرم میاشتې په لومړو لسو ورځو کې د هغوی پر تګ راتګ د بندیز پرېکړی ته څنګه ګوري د دې پوښتنې په ځواب کې په پېښور کې میشت د افغانستان یو تن مشال ریډیو ته وویل:

"حکومت ته په کار ده چې څوک ورانکاری وي نو هغه دې بالکل له کوره بهر نه پرېږدي، که محرم وي یا نه وي خو د امنیت بندوبست په هر وخت کې په کار دی، چیک پوسټونه هر ځای کې جوړ شوي دي او تر محرم وړاندې یې کارډونه چیکول او د محرم روستو به هم کارډونه چیکوی، دا ضروری نه ده چې یواځې په محرم کې بندیزونه ولګول شي ځکه چې هر یو سړی روزګار لري، کار لري روغتون ته ځي سکول ته ځي، نو دلته خو افغانان له ډیره وخته پراته دي او سکولونو ته هم ځي او دکانونه او کاروبارونه هم لري، او چی کوم تن شر غواړی هغه خو محرم کې هم او تر محرم روستو هم راتللی شی"

د پېښور ډپټی کمشنر ظهیر الاسلام مشال ریډیو ته وویل چی د پېښور د ۶۵ شیعه عبادت ځایونو امنیت سخت کړل شوی دی او ۳۰ شییعه عبادت ځایونه حساس ګرځول شوي دي، او ټول ۱۲۱ جلوسونو به راوځي او دوی به د خپلو خپلو لارو او وختونو پابندي کوي او مخکې روستو سړکونو به د جلوسونو لپاره تړل کېږی.

د محرم لپاره د خېبر پښتونخوا د هنګو او ډیره اسماعیل خان پشمول ځنې نورې ضلعې هم حساسې ګرځول شوې دي او په دغه ضلعو کې هم دا ډول امنیتي ګامونه پورته کړل شوی دي.
XS
SM
MD
LG