د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه: د ټاکنو کمیسیون دې د ۱۶ کاندیدانو په اړه معلومات ورکړي


د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمیسیون وایي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه یې د یو لیک په ترڅ کې غوښتي څو د ولسمشریزي د انتخاباتو د شپاړسو لیرې شویو کاندیدانو په هکله دوی ته وضاحت ورکړي.


د دې کمیسیون مشر عبدالطیف پدرام نن چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو مظاهرې به وکړي.

مخکې تر دې د ولسمشرېزي د کاندیدانو له لست نه یو شمېر لیرې کړای شویو کاندیدانو هم ویلي وو چېد انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه د دوی په برخه کې غیر عادلانه وه.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د کاندیدانو د اسنادو په څیړلو کې یې له پوره غور او دقت نه کار اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG