د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:ورکو شویو کسانو لپاره له کوټې تر کراچۍ لاریون



دا لاریون د ورکو بلوڅانو لپاره کار کوونکي تنظیم وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز په مشرۍ د تېرې میاشتې پر ۲۷مه پیل شوی وو.


د لاریون ګډونوال په پښو له کوټې کراچۍ ته روان شوي دي. د تنظیم مشر عبدالقدیر بلوڅ پرون مشال راډیو ته وویل چې دوی دا مهال د بلوچستان خضدار سیمې ته نېږدې دي. ده وویل هیچا ورسره رابطه نه ده کړې

د لانګ مارچ ګډونوال غوښتنه کوي چې حکومت او نړیوالې ادارې دې د ورکو شویو بلوڅانو مسله حل کړي.

د بلوچستان حکومت ویاند جان محمد بلېدي وايي، دوی د ورکو شویو کسانو خوشې کولو لپاره پوره هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG