د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمان به په لوی اکثریت ټاکنې وګټي


تمه ښودل کيږي چې د تاجکستان اوسنی ولسمشر ايمامالي رحمان به د د دغه هېود د ولسوشرۍ چوکۍ د څلورم ځل لپاره وګټي.

تمه ښودل کيږي چې د تاجکستان اوسنی ولسمشر ايمامالي رحمان به د د دغه هېود د ولسوشرۍ چوکۍ د څلورم ځل لپاره وګټي.


د نوموړي پينځه مخالف کانديدان نسبتاً کم پېژندل کېدونکي کسان دي چې د انتخاباتي کمپاين پر مهال يې پر حکومتي پالېسيو له نيوکو ډډه کړې ده.

د تاجکستان د حکومت مخالف سياسي ګوند، چې سوشل ډيموکراټ پارټي نوميږي، په دې ويلو سره چې انتخاباتي کمپاين په داسې مهال کيږي چې د دغه هېواد له اساسي قانونه سرغړونې روانې دي، له انتخاباتو بايکاټ اعلان کړی دی.

دې ګوند تاجک چارواکي، د دې لپاره چې د اپوزيشن پارټيو د مشترکه کانديد اونيهول بوبونازاروواه د کانديداتورۍ پر وړاندې يې خنډونه رامينځ ته کړل، ګرم ګرځولي دي.

د امنيت او همکارۍ له پاره کارکوونکي اروپايي تنظيم بيا د تاجکستان پر دولتي ميډيا نيوکې کړې دي چې وايي، يوازې د ولسمشر رحمان د انتخاباتي کمپاين لپاره کار کوي.

د تاجکستان حکومت د انتخاباتو پر مهال پر يو ټيوب انټرنيټي پاڼه او ازادو خبري سرچينو نيمه بنديزونه لګولي دي.

ښاغلی رحمان له ۱۹۹۲ کال راهيسې د تاجکستان د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست دی. دغه هېواد د پاکو او شفافو انتخاباتو هيڅ ريکارډ نه لري.

پر نوموړي انتقادونه کيږي چې چې د تاجکستان اپوزيشن يې يو اړخ ته کړی، پر ازادې ميډيا يې ګذارونه کړي او د هېواد اقتصاد يې په سمه توګه نه دی سمبال کړی.

تاجکستان په مينځنۍ آسيايي هېوادونو کې يو له غريبو هغو ياديږي، چې له اقتصادي، اداري فساد او د تاجکي وګړو د بې روزګارۍ له ستونزو سره مخامخ دی.

د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمېشن ويلي چې د شورو ورځې د انتخاباتو لپاره يې څلور میليونه رای ورکوونکي راجسټر کړي. تمه کيږي چې د دې انتخاباتو لومړنۍ نتيجې د زيارت پر ورځ سهار مخې ته راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG