د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې اووه مړي موندل شوي


د زابل چارواکي وايي، د دغه ولايت مرکز ته څېرمه يې د اوو تنو مړي موندلي، چې لاسونه يې تر شا تړل شوي او قلفونه ور لوېدلي دي.

د زابل چارواکي وايي، د دغه ولايت مرکز ته څېرمه يې د اوو تنو مړي موندلي، چې لاسونه يې تر شا تړل شوي او قلفونه ور لوېدلي دي. دوی وايي، دغه وژل شوي کسان د کابل کندهار پر لويه لاره له موټرو کښته کړل شوي او وسله والو طالبانو وژلي دي


چارواکي وايي، دغه اووه مړي يې تېره شپه شپه قلات ښار ته څېرمه په ملا کلي کې موندلي دي، چې وروسته د ملي اردو سرتېرو ته سپارل شوي دي.

دوی وايي، وژل شوي کسان تر لوی اختر وړاندې وسله والو د کابل کندهار پر لويه لاره، په زابل کې له موټر کښته کړي او تېره شپه يې وژلي دي.

د زابل امينه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، د وژلو شويو کسانو لاسونه تر شا په ځنځيرونو تړل شوي وو او بيا قلفونه ور لوېدلي وو.

دی وايي، داسې ښکاري چې وژل شوي کسان عام وګړي دي، خو وسله والو له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د ده په خبره، په سيمه کې د جسدونو تر پيدا کېدو وروسته د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته هم شوې ده، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

"پرون ماښام راته چا زنګ وواهه چې دلته مړي پراته دي. وروسته موږ ورغلو او را پورته مو کړل، دغه کسان تر اختر مخکې له سړکه کښته کړل شوي او طالبانو وژلي دي. وروسته په سيمه کې له طالبانو سره نښته هم وشوه، چې درې تنه پکې ووژل شول."

چارواکي وايي، وژل شوي کسان طالبانو وژلي خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې په مقر ولسوالۍ کې هم وسله والو له سړک څخه څو تنه له موټرو کښته کړي وو، چې وروسته يې پسې ووژل.

د کابل کندهار لاره، تر دريو ناامنيه ولايتونو زابل، غزني او ميدان وردګو تېرېږي، چې وخت ناوخته پکې وسله وال د سړک پر غاړه ولاړ وي او له موټرو څخه هغه کسان کښته کوي، چې د دولتي مامورينو شک يې ورباندې راشي.
XS
SM
MD
LG