د لاسرسي ځای

پاکستان کې د تعليمي چارو روڼ انده کارپوهان نظر لري چې تر څو پورې نصاب د ۲۱مې پېړۍ له اړتياوو سره نه وي برابر شوی تر هغو ټولنه پرمختګ نشي کولای.

د پاکستان په لاهور ښار کې د ماشومانو ادبې مېله ترسره شوه چې د ماشومانو لپاره د بېلا بېلو ليکل شوو کتابونو د نندارې سربېره د دوی لپاره د رنګونو په ذريعه پر کاغذ د خپل فکر څرګندولو او د نورو تخليقي کارونو موقع ورکړل شوې وه. پر دې مهال د تعليمي چارو کارپوهانو او څېړونکو د يو بحث پر مهال اندېښنه څرګنده کړه چې په پاکستان کې د ماشومانو ښوونيز نصاب او د دوی لپاره د کيسو ليکل شوي کتابونه پر تشدد، دروغو او سازشي نظريو ولاړ دي چې د ماشومانو پر نفسياتو او شخصيت جوړونې منفي اغېز کوي.


په پاکستان کې د تعليمي نصاب پر سر له اوږدې مودې راهيسې بحثونه روان دي چې ځيني په دې کې بدلون راوستل او د پرمختللي نړۍ له ضرورتونو سره همږغی کول غواړي او ځيني نور بيا هم هغه پخوانی تاريخ او زړې مفکورې ورښودل غواړي. د پاکستان په لاهور ښار کې د تېر زيارت او جمعې په ورځو د ماشومانو ادبي مېله په داسي حال کې ولمانځل شول چې يو خوا ټولنه د تضاداتو ښکار ده او بلخوا دغه هيواد تر اوسه واحد تعليمي نصاب نه لري. د مېلې په څنډه کې د تعليمي چارو کارپوهانو او څېړونکو په دغه هيواد کې د ماشومانو لپاره پر ليکل شوو کتابونو نيوکه وکړه او دا يې پر دروغو او سازشي نظريو ولاړ وبلل. په پاکستان کې د ښوونيز نصاب په اړه چې مې کله د بلوچستان د تدريسي کتابونو د ادارې له پخواني مشر پروفېسر منير احمد خان کاکړ څخه وپښتل نو نوموړي وويل چې دوی په وار وار حکومت ته ويلي چې په نصاب کې مثبت بدلون راولي ځکه دا د ماشوم پر شخصيت او راتلونکې اغېز لري.

"چې موږ دا تاريخ ورته وايو، هغه موږ دروغ ورته وايو. بل دا خبره صحيح ده چې د تشدد کرېډټ هغه چا ته ورکول کيږي چې هغه حمله کړې وي، هغه جنګ کړی وي، هغه و چا ته شکست ورکړی وي يا هغه ويني توی کړي وي. موږ د تاريخ پر هغه باب فخر کوو چې موږ ډېر خلک وژلي وي. زما دا خيال دی که چيري ماشوم له دغه ذهنيت سره را لوی شي نو بيا هغه په ټولنه کې څه ډول موثره رول نه شي ادا کولای."

د ماشومانو پر نفسيات او شخصيت باندې د ښوونيز نصاب په اړه د خېبر پښتونخوا د تدريسي کتابونو د ادارې پخوانی مشر او د باچا خان پوهنتون چارسده وايس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې په هغو ټولنو کې تشدد زيات وي چې ماشومانو ته يې په کتابونو کې جنګ و جدل ښودل شوی وي.

"چې کومې تشدد آمېزه معاشرې دي چې جنګي ذهنيت لري او د پرمختګ نه پاته دي، په هغو کې دا مسله ده چې ماشومان يې له لوړو زده کړو نه پاته شي ياني تر لسم پورې سبق ووايي او بيا يې پرېږدي نو بيا خو د هغوی ذهن پر همهغه ځای پاته شي چې کوم شيان ده ته ښودل شوي دي. دا بيا ډېره لويه ستونزه شي. او هغه کسان چې پرمخ ولاړ شي او پخپله مطالعه وکړي او نور غټ کتابونه ووايي نو هغوی ته د دروغو او ريښتيا پته ولګيږي."

په پاکستان کې د تعليمي چارو روڼ انده کارپوهان نظر لري چې تر څو پورې نصاب د ۲۱مې پېړۍ له اړتياوو سره نه وي برابر شوی تر هغو ټولنه پرمختګ نشي کولای. پروفېسر منير احمد خان زياتوي چې څه چې په نصاب کې وي، د هيواد راتلونکی نسل به همهغسي وي.

"چې کله موږ نصاب جوړوو نو زموږ په ذهن کې بايد دا وي چې موږ څرنګه انسانان غواړو. جګړه مار انسانان غواړو، وسله وال غواړو يا که داسي د روغ او تنقيدي ذهن خاوندان غواړو چې هغوی و معاملې ته په کره توګه وګوري. موږ په ماضي کې ورک يو. نو چې ته په ماضي کې ورک يې، د هغه قيمت څه شی دی. موږ ماضي او حال سره وجنګاوی او خپل مستقبل مو په خطر کې کړی."

د تعليمي چارو کارپوهان وړانديز کوي چې رياست بايد پر تعليمي او غېر تعليمي ټولو کتابونو جدي نظر وساتي او ټولنه او ولسي استازي بايد په نصاب کې داسي څه پرېنږدي چې د راتلونکي نسل په تاوان تمام شي.
XS
SM
MD
LG