د لاسرسي ځای

کېري اروپا کې د توغندیو دفاعي پلان باندې خبرې کوي


امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري په وارسا کې له پولېنډي لومړي وزیر ډونالډ ټوسک سره روغبړ ته لاس غځوي. ۵ نومبر ۲۰۱۳

امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري په وارسا کې له پولېنډي لومړي وزیر ډونالډ ټوسک سره روغبړ ته لاس غځوي. ۵ نومبر ۲۰۱۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري منځني ختیځ، د افریقا شمال او اروپا ته د خپل یوولس ورځني سفر په دوهم پړاو کې پولېنډ ته رسېدلی دی.


ټاکل شوې چې کېري به له پولنډي مشرانو سره د اقتصادي همکارۍ د پیاوړي کولو پر لاروچارو او په اروپا کې د امریکا د میزایلو دفاعي نظام جوړولو پر پلانونو خبرې وکړي.

کېري په داسې حال کې اروپا ته سفر کوي چې اروپایان د امریکا جاسوسۍ پروګرام د څرګندونو له رابرسېره کېدو وروسته په غوسه شوي دي.

کېري او د ده سعودي سیال سعودالفیصل پرون په ریاض کې په خپله کتنه کې د امریکا او سعودي عربستان په اړیکوکې وروستی کړکېچ کم اهمیته وښود.

دواړو وزیرانو څرګنده کړه چې دا دوه هېوادونه ښايي په تکتیکونو کې له یو بل سره اختلاف ولري خو دواړه په خپلو اهدافو کې یووالی لري
XS
SM
MD
LG