د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق د ټولټاکنو نوی قانون ومانه


یو عراقی سرباز د رای اچولو وروسته
یو عراقی سرباز د رای اچولو وروسته

د عراق پارلمان له څو اونیو بحثونو وروسته د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ او په دې توګه په راتلونکي کال کې د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره خلاصه شوه.


پرون د دوشنبې ماښام د رایو له اخیستو وروسته د پارلمان مشر اسامه النُجَیفي Usama al-Nujaifi وویل چې د انتخاباتو نوی قانون د ټولو ډلو له موافقې سره سم جوړ شوی او د ټولو لپاره یوشان ګټور دی.

د انتخاباتو د نوي قانون د تصویب لپاره د رای اخیستل د عربانو او کردانو ترمینځ چې د عراق په شمال کې خپلې سیمې په خپله اداره کوي د اختلاف له وجې څوځلې وځنډېدل.
د عراق مرستیال ولسمشر په یوه فرمان کې د ۲۰۱۴ کال د اپرېل دېرشمه د راروانو انتخاباتو نېټه اعلان کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG