د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریا ۴۰٪ وګړي مرستو ته اړتیا لري


ترکي کې د سوري کډوالو کېمپ
ترکي کې د سوري کډوالو کېمپ

ملګري ملتونه وايي چې د سوریا په سلو کې نژدې څلوېښت وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.


د ملګروملتونو د بشري مرستو مشرې وېلري آموس پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د شام بحران په چټکۍ مخ په خرابېدو دی او هېڅ ډول کموالی نه پکې راځي.

د ملګروملتونو یوې ویاندې اماندا پیټ د آموس له قوله وویل چې د هغو خلکو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري ۹۳ لکه ته لوړ شوی په داسې حال کې چې په تېره سپټمبر میاشت کې د دې وګړو شمېر ۶۸ لکه وو.

ویاندې زیاته کړه چې د دې وګړو نیمايي خلک په شام کې د جګړې له وجې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

اموس د ملګرو ملتونو له امنيتي شورا وغوښتل چې د شام پر رژیم او اپوزيشن دې له خپل ټول سیاسي زور څخه کار واخلي څو د مرستندویو موسسو کارکوونکو او وسایلو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

ټاکل شوې چې د سوریې لپاره د ملګروملتو او عرب لیګ استازی اخضربراهیمي د سوریې د سولې کنفرانس ته د تیاریو په درشل کې نن له امریکايي او روسي ډيپلوماتانو سره خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG