د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر:پر جنج لوېدلي کنټېنر د افغان کورنۍ ۱۲تنه ووژل


جمرود: د ورا پر درو ګاډو نسکور شوی کنټېنر.۰۵نومبر ۲۰۱۳
جمرود: د ورا پر درو ګاډو نسکور شوی کنټېنر.۰۵نومبر ۲۰۱۳

یو فلاینګ کوچ او دوه موټرې له کنټینره لاندې شوې وي او فلاینګ کوچ یې د ځمکې سره سم کړی وو،ماشومان او میرمنې ترې لاندې شوي ول

د خېبردرې پر لویه لاره په علي مسجد سیمه کې د واده د ورا (جنج) پر وړونکو درو ګاډو یو کنټېنر راپرېوتی چې په کې د افغانستان د یوې کورنۍ د دوه ناویانو په ګډون دولس کسان وژل شوي او لس پکې ژوبل دي.


بېګا ماښام د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال ریډیو ته وویل، چې برایه شپه دغه کورنۍ د واده د مراسمو په مناسبت له لغمانه و پيښور ته روانه وه چې په خېبر دره کې د پیښې ښکار شوه.

د دغې پیښې ژوبل شوي کسان یې پیښور روغتون ته وړي دي خو مړي یې بیا د لواړګي روغتون ته وړل شوي دي، بېګا شپه په یاد روغتون کې د د غې پیښې په حقله د لواړګي پولیټیکل تحصیلدار دفتر خان مشال ریډيو ته وویل:

"لنډي کوتل روغتون مو د دې کورنۍ ټول مړي رارسولي دي، دلته ورته ډاکټران موجود دي او چې سم یې کړي او سپايي وکړي نو بیا به یې د تورخم په لاره افغانستان ته وړو اوزځه به ورسره په خپله هم تر تورخم پورې ځم"

د افغانستان د د غې کورنۍ یو خپلوان عنایت الرحمان چې په دې ورا (جنج) کې په یو بل ګاډی کې سور وو د پیښې په اړه وویل:

"دا د عبدالهادی په نوم د یو تن کورنۍ ده چې د لغمان اوسېدونکی دی خو په پېښور متنو کې اوسېږی،او دا د نوموړي د دوه زامنو ودونه وو،او له لغمانه و پیښور ته په جنج راروان وو))
د یادې کورنۍ یو ګاونډی همایون چې د پیښې ځایې ته ورغلۍ وو وه یې ویل(( یو فلاینګ کوچ او دوه موټرې له کنټینره لاندې شوې وي او فلاینګ کوچ یې د ځمکې سره سم کړی وو، ماشومان او میرمنې مو ډیر په مشکل سره ترې راووېستل"

یاده دې وی چې دغه ټرافیکي پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې له تیرې څه مودې راهیسې د پیښور او تورخم ترمنځه لاره ځای پر ځای د بیا جوړولو لپاره راسپڼل شوې ده او ټرېفیک ترې پرې نورو متبادل شاړو لارو او خوړونو ته اړول شوی دی،او خلکو پرې په تګ راتګ کې ډير مشکلات پیدا شوي دي.

د خېبر پولیټیکل چارواکو وویل چې بېګا شپه ناوخته یې دغه ټول مړي د تورخم په پوله خپل خپلوانو ته حواله کړل او لغمان ته یې روان کړل.
XS
SM
MD
LG