د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه کم شوي


افغانستان: باګرام هوايي ډګر کې د امریکايي هوايي ځواکونو یوه الوتکه
افغانستان: باګرام هوايي ډګر کې د امریکايي هوايي ځواکونو یوه الوتکه

د مجلې په خبره په هوايې بريدونو کې کمی په داسې حال کې راغلی چې د افغانستان امنيتي ځواکونو د خپلو خلکو د ژغورلو ذمه واري پر خپله غاړه اخستې ده.

د امريکا فارن پاليسې مجله وايي، د ۲۰۱۰م کال په پرتله په افغانستان کې تېره مياشت د امريکا په هوايي بريدونو کې دوه اتيا فیصده کمی راغلی دی.


د مجلې په خبره په داسي حال کې امريکا په تيزۍ سره خپل ځواکونه کموي نو دا يو ډير لوی بدلون په ګوته کوي.

د مجلې په خبره په هوايې بريدونو کې کمی په داسې حال کې راغلی چې د افغانستان امنيتي ځواکونو د خپلو خلکو د ژغورلو ذمه واري پر خپله غاړه اخستې ده.

په تيرو څو اونيو کې له طالبانو سره په نښتو کې تر یو سل زيات افغان پوليس او عسکر وژل شوي او په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته د اتحادي پوځيانو هېڅ ملاتړ ترلاسه نه وو.

د هوايي ځواکونو بريګيډيېر جنرل جاون مچل چې د ناټو لخوا د افغانستان هوايي ځواکونو ته د روزنې څارنه کوي په وروستيو کې يې په يوه مرکه کې ويلي وو چې که څه هم ناټو به د افغانستان د هوايي ځواکونو د پوره فعاله کولو تربيتونه راکم کړي خو بيا به هم ټوله توجه ددوی د مسلکونو په ښه کولو ورکوي لکه دا چې څنګه له هوا څخه د دښمن پر جګړه مارو بريد وکړل شي.
XS
SM
MD
LG