د لاسرسي ځای

راسموسن: افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی


سره له دې چې په روان کال کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې خو ناټو او افغان حکومت وايي، دې ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي دي.


د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو توانمندي او ظرفیتونه د پخوا په مقایسه زیات ښه شوي دي.

"فکر کوم په دې پراخ توافق موجود دی چې افغان ځواکونو غښتلی پرمختګ کړی دی. هغوی دا توان لري چې، د ټول افغانستان امنیتي مسولیتونه پرغاړه واخلي .زه ډاډه یم چې، دا ځواکونه به له پلان سره سم وتوانیږي له ۲۰۱۴م کال وروسته د خپل هیواد امنیتي چارې پر غاړه واخلي."

د ناټو سرمنشي په داسې حال کې د افغان ځواکونو د پرمختګ خبره کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا، په دې ورستیو کې دې ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت په وینا، د روان لمریز کال له حمل میاشتې راهیسې ۲۰۵۲ ملي او محلي پولیس وژل شوي دي. په ۲۰۱۲ م کال کې بیا شمیره ۱۸ سوه وه.

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو یو ملکي سلاکار "ډېوېډ ینګ" وايي د افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتوالي دوی اندیښمن کړي دي.

د نوموړي په وینا، حتی له دې مرګ ژوبلې مخکې هم افغان امنیتي ځواکونه د خپلو وظیفو پرېښودلو ته اړ وو؛ څو له درېیو څخه یو برخه يې خپل صفونه بېرته ډک کړي.

د پوځي چارو د کارپوهانو په نظر افغان امنیتي ځواکونه راتلونکې کال دوه لوی چلنجونو په مخ کې لري چې یو يې د انتخاباتو د امنیت ټینګول او بل يې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ټولو امنیتي چارو پر غاړه اخستل دي.

د ناټو عمومي منشي وايي، که د افغان ځواکونو پرمختګ همدا شان دوام وکړي هغوی به خپل هېواد ته د پیښو لویو چلنجونو سره د مقابلې جوګه وي.
XS
SM
MD
LG