په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند د دوشنبې په ماښام رسنيو ته په لېږل شوې يوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دوی سرتېرو په ډاډر سیمه کې هغه درې بریدکوونکي وژلي او يو يې ژوندی نیولی چې په ياده سیمه کې په افغانستان کې ميشت د ناټو ځواکونو لپاره پر تېل وړونکو ټانکرو بریدونه کړي وو.
په خبر پانه کې راغلي په برید کې دوه ټانکرې ویجاړي شوې او د يوه ټانکر ډراییور ژوبل شوی دی.
د چارواکو په خبره د ناټو ځواکونو لپاره تېل وړونکي دا ټانکرې د پاکستان له صنعتي ښار کراچۍ څخه د کوټې او چمن پر لاره افغانستان ته روانې وې.
تراوسه هېڅ وسلوالې ډلې د ناټو پر تېل وړونکو ټانکرو د برید مسوولیت نه دی قبول کړی ، او نه هم د پاکستان د سرحدي ځواک له خوا برید کوونکي پېژندګلو شوې ده .