د لاسرسي ځای

جلال اباد - سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکيله دومره سابقه نه لري، خو په دې وروستيو څو کلونو کې چې دافغانستان د کرنې وزارت په هڅو په ځينو ولايتونو کې د زعفرانو کرل پيل شوی، نو ښه نتيجه يې ورکړې ده. په ننګرهار کې هم د تيرو دوه کلونو راهيسې په غريزو ولسواليو کې بزګرانو زعفران کرلي وو خو اوس د کرنۍ وزارت په پام کې لري چې د زعفرانو کرکيلې ته وده ورکړي.


د افغانستان د کرنې وزارت له اړخه ننګرهار ته له پنځو ولايتونو څخه ۱۲۰ تنه بزګران راغوښتل شوي وو او د زعفرانو د کرلو لارې چارې يې په دولس ورځيني ښوونير سيمينار کې وروښوولې.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات د کرنې مسوول سيد نبي شينواری د دغه ښوونيز سيمينار په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((۱۲۰ تنو بزګرانو دلته د زعفرانو په مورد کې زده کړې وکړې. دوی ته مو د زعفرانو د کرلو طريقه او بلاخره د هغې د ساتنې او حفاظت، د کيماوې سرې او اوزوي سرې او بلاخره د رفع حاصل او د هغې د بسته بندۍ او سمون او مارکيټ ته د وړاندې کولو طريقې ورته د مجربو استادانو له خوا تدريس کړی شوې.))

يو تن بزګر چې د زعفرانو کښت په اړه يې زده کړې کړې وې، وايي چې په سيمه کې به نور بزګران هم د زعفرانو کرلو ته وهڅوي.

((زما نوم فهيم الله د لغمان ولايت اوسيدونکی يم. موږ د زعفرانو دولس ورځينی کورس چې دلته داير شوی و، ګډون مو په کې وکړو. د زعفرانو په هکله چې دا په کومه ځمکه کې مثلاٌ ښه وده کوي، کرل کيږي، کومه ځمکه د زعفرانو لپاره اماده ده. د دغې ترتيب مو ياد کړو د ده د کرلو وخت د ده د ټولولو وخت، ابياري هر څه يې په دې کورس کې موږ ته وښودل. موږ چې لاړ شو نو په همدې به کار کوو، ځمکې به اماده کوو د زعفرانو لپاره چې دا وکرو او که نور چا کړل.هغوی ته به هم رهنمايي وکړو څه مو چې دلته ياد کړي دي.))

يو بل تن بزګر وايي چې تير کال يې هم زعفران کرلي وو او سږکال چې يې نوې تجربې هم تر لاسه کړې، نو د زعفرانو په کرلو کې به له ستونزې سره مخ نه شي.

((زما نوم رحمان دی د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی يم. ما تير کال هم زعفران کرلي وو او کوم مشکلات چې ما لرل، دلته مو ډير شيان زده کړل. او انشا الله نور به ماته د زعفرانو په ټولو او نورو شيانو کې مشکل نه پيدا کيږي.نورو خلکو ته به يې هم زده کړو او نور خلک به هم په دې پوه کړو چې زعفران کرل ډيرې ګټې لري او کار يې د نورو فصلونو په نسبت اسانه دی.دا ډيره موده ويده وي او د عقرب په مياشت کې راويښيږي او د ثور په مياشت کې بيرته ختميږي. او د زعفرانو د ګل ټولول او له پنځلس ورځو څخه تر شلو ورځو پورې دوام کوي.))

د افغانستان د کرنۍ وزارت د کرنيزو چارو مسوول سيد نبي شينواری وايي چې اوسمهال د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې زعفران کرل شوي او اټکل شوې چې راتلونکي کال ته به په ټول افغانستان کې څلور ټنه زعفران توليد شي.

ياده دې وي چې په افغانستان کې لا تر اوسه د زعفرانو لپاره مارکيټ نه دی جوړ شوی خو د ځينې هغه نړيوالې موسسې چې د کرنې په برخه کې کار کوي له بزګرانو څخه اخلي او بيا يې اروپايي هيوادونو ته صادروي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د يوه کيلو ګرام زعفرانو بيه له څلور زرو څخه تر پينځو زرو ډالرو پورې رسيږي.

کارپوهان وايي چې زعفران د کوکنار ښه بديل جوړيدی شي.
XS
SM
MD
LG