د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د عدم برداشت زیاتېدو لاملونه


پراګ - د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان په مچ ضلعې کې نامالومه وسله والو شپږ کان کیدونکي پر ډزو ووژل. د دوی تعلق له شیعه فرقې سره وو. ایکسپریس ټرېبیون لیکي د مچ پولیس چارواکي وایي په ظاهره دغه فرقه ییزه نښته ښکاري.


د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه په پېښور کې پر یوې کلیسا په دوو ځان مرګې بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات عیسویان ووژل شول، او ګڼ شمېر ژوبل شول، چې دا په دغه هیواد کې د عیسویانو خلاف تر ټولو لویه خونړۍ پېښه وه.

په دې تېرې نېږدې موده کې داسې یو شمېر پېښې مخې ته راغلې دي لکه د رېمشا مسیح، په لاهور کې د عیسویانو کورونه سوځل، په کوټه کې په هزاره ډلې بمي حملې په کورمه او پېښور او د ملک په یو شمېر سیمو کې شیعه ګان په نښه کول ښکاره کوي، چې په پاکستان کې مذهبي برداشت په کمیدو دی.

د پېښور یونیورسټۍ استاد او د دیني چارو پوه ډاکټر قبله ایاز وایي دا هر څه د اسلام د تعلیماتو عکاسې نه کوي (( کوم صورتحال چې مخکې وو، هغه ورو ورو د زوال طرف ته روان دی. مذهبې توندروه فکر په زیاتېدو دی. په مذهب کې د دې خبرې هیڅ ځای نشته چې یو کس قانون په لاس کې واخلي، خو له بده مرغه اکثره چې څه پېښه وشي هغې ته مذهبي رنګ ورکړل شي، حالانکه هغه مذهبي نه وي.))

په پاکستان کې په دې تېره موده کې داسې یو شمېر پېښې مخې ته راغلې چې پکې د اقلیتې ډلو مشران په نښه شول. د ۲۰۱۱ م کال د مارچ په دویمه نېټه د اقلیتې ډلو مرکزي وزیر شهباز بټي په اسلام اباد کې ووژل شول، او تر دې وړاندې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د ۲۰۱۱م کال په دویمه جنورۍ خپل ساتونکي پر ډزو ووژل شو. سلمان تاثیر په هغه وخت کې د یوې عیسوې ښځې اسیه بي بي سره په کېس کې د مرستې څرګندونه کړې وه. اسیه بي بي چې یوه عیسوۍ ښځه ده، او د مذهب د سپکاوي په تور کې نیول شوې، تر اوسه پورې یې هیڅ پته نه لګي.

لیکوال فصیح ذکا وایې په ټولنه کې د توندروه فکر د خپرېدو له وجې خلک د یو بل خبرې ته غوږ نږدي، او اکثره پېښو ته له مذهبي رنګ ورکولو سره د یوې ډلې خلاف غصه راپارول کېږي.

دی وايي (( څو پورې چې خلک بغیر د څه شکه دا نشي ویلې چې د دوی کارونه غلط دي، او دا جایز نشي کېدلی. زما په فکر څو پورې چې یو عام کس مذهبي توندروۍ ته د اسلام د تعلیماتو خلاف کار نشي ویل کېدای داسې پېښې به کېږي. پاکستان کې اوس هم په یوه ډېره وړه پیمانه سېول (کورنۍ) جګړه روانه ده، او ټولو کې غټه مسله دا هم ده، چې زموږ د ریاست واک په ډېرو ځایونو کې کمزوری دی.))

فصیح ذکا دا هم وایې باید په ټولنه کې د مذهبې یووالي او نورو ډلو سره د ښه سلوک کولو لپاره کار وشي، او زیاتوي باید حکومت او ولس د خپلې ټولنې ښه روایات پر مخ بوځي نه چې یو توندروه فکر خپور کړي.
XS
SM
MD
LG