د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په جومات کې چاودنه، درې پولیسان وژل شوي دي


ښرنه - د پکتیکا چارواکي وايي، د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې د خیر کوټ په ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده چې په کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.


چارواکي وايي، بم په جومات کې ایښودل شوی وو چې پکې دوه پولیسان ژوبل هم شول.

د پکتیکا ولایت مقام ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته د یادې پېښې په اړه تفصیل ورکړ:

((د خیر کوټ کلي یو تن اوسېدونکي سیمه ییزو پولیسو ته خبر ورکړ، چې په جومات کې یو تن ناپېژانده کس په پنډه که کوم څه کېښودل، چې وروسته د جومات د کتنې له پاره پینځه تنه سیمه ییز پولیس ورغلل، او جومات کې د دوی له داخلیدو سره چاودنه وشوه، چې په کې درې تنه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول، همدارنګه په چاودنه کې جومات هم زیانمن شوی دی.))

سرچینه زیاتوي، تر اوسه د امنیتي کسانو له خوا د پيښې په تور څوک نه دي نیول شوي.

د دې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG