د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په مشرۍ اختلاف لري؛ شاهین نوی لنډ مهالی مشر شو


حکیم الله مسود او خان سید سجنا
حکیم الله مسود او خان سید سجنا

بنو/پراګ - د پاکستان تحریک طالبان د جنوبي وزیرستان یوه ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دوی عصمت الله شاهین بېټنی خپل لنډ مهاله مشر ټاکلی دی.


د جنوبي وزیرستان ویاند اعظم طارق د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی د دې وخت لپاره دا پرېکړه کړې ده چې شاهین بېټنی به تر هغې د طالبانو غورځنګ مشر وي چې نوی مشر په متفقه ډول نه وي ټاکل شوی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، پر بیا بیا هڅو کولو سربېره هم نه دی توانېدلی چې د طالبانو له مرکزي ویاند شاهد الله شاهده د دې خبر پخلی وکړي.

د شنبې پر ورځ په شمالي وزیرستان کې د طالبانو شورا په غونډه کې ۶۰ قوماندانانو ګډون کړی وو چې زیاتره یې مسود (مسید، محسود) ول او په هغوی کې ۴۶ د خان سید چې د سجنا او خالد په نومونو مشهور دی د مشرۍ پرېکړه کړې وه.

طالبانو په رسمي ډول د سجنا د مشرۍ اعلان هم نه وو کړی.

د طالبانو ځینو غړو مشال راډیو ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو تر منځ پر دې خبرې اختلاف دی چې څوک دې اوس د تحریک مشر شي.

د طالبانو تر منځ اختلافات


سرچینې وايي، په شمالي وزیرستان کې چې د شنبې پر ورځ غونډه شوې وه نو په هغې کې ټول مسود طالبان پر دې یوه خوله ول چې د طالبانو مشري باید له مسودو سره وي.

خو د طالبانو غورځنګ نور غړي بیا له دې خبرې سره اختلاف کوي.

د همدې اختلافاتو له کبله، او د دې له کبله چې دا اختلافات ژور نشي، د طالبانو د جنوبي وزیرستان اېجنسۍ ویاند اعظم طارق ویلي دي چې عصمت الله بېټنی به د تحریک لنډمهالی مشر وي.

سرچینې وايي، ښکاري داسې چې خان سید سجنا به بالاخره د طالبانو رسمي مشر وټاکل شي ځکه چې له لومړیو ورځو د تحریک طالبان پاکستان مشري د مسود مشرانو په لاس کې ده.

بیت الله مسود چې کله په ۲۰۰۹ز کال کې په ډرون برید کې وژل شوی وو نو تر هغې وروسته هم د طالبانو تر منځ اختلافات پیدا شوي ول خو مشري بیا حکیم الله مسود ته ورکړل شوې وه.

سرچینې وايي، د ولي الرحمان او حکیم الله مسود ډلو تر منځ هم اختلافات ول او دا اختلافات اوس د سجنا او د حکیم الله مسود د پلویانو تر منځ هم دي.

د شنونکو په اند، که چېرې عصمت الله شاهین یا بل کوم کس د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي او سجنا نظر اندازه شو نو د طالبانو ډله په دوو ځایونو تقسیمېدای شي.

شاهین څوک دی؟


عصمت الله بېټنی د شاهین په نوم هم مشهور دی او دی د نیمه قبایلي سیمې (اېف آر ټانک) د جنډولې اوسېدونکی دی.

شاهین تر دې مخکې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزي شورا مشر وو. په تحریک طالبان پاکستان کې دننه دوه لویې انتظامي څانګې دي. یوه یې شورا ده او بل ته تنظیم ویل کېږي. شورا د مختلفو پرېکړو لپاره سلا مشورې کوي او تنظیم ټولې پرېکړې عملي کوي.

شاهین د ۳۲ او ۳۵ کالونو تر منځ عمر لري.

له دې علاوه سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د طالبانو تر منځ د نوي مشر لپاره د مولانا ګل زمان، حافظ سعید خان او د ملا فضل الله په نومونو هم غور روان دی.

یادګېرنه:

مشال راډیو په خپلواکه توګه تر اوسه پورې د دې ټولو مالوماتو د کره والي ضمانت نشي ورکولای. البته دا ټول مالومات د طالبانو له غړو او سرچینو مشال راډیو ته رسېدلي دي.
XS
SM
MD
LG