د لاسرسي ځای

لواړګی - په پېښور کې د ګورنر له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي، د خیبر پښتونخوا والي انجینر شوکت الله په قبایلي سیمو کې له ټولو فعالو ټیوب وېلونو د بجلۍ (برېښنا)، شمسي توانايۍ نظام ته اړولو پرېکړه کړې ده.


د اعلامیې تر مخه، د قبایلي سیمې روغتیا ادارې او تعمیراتي کارونو ادارو چارواکو ته امر جاري کړل شوی دی چې پر دې منصوبې دې ژر تر ژره کار پیل کړي.

له اعلامیې سره سم، له دې کار سره به نه یوازې برېښنا وسپمول شي او د توانايۍ پر بحران به قابو وموندلای شي بلکې ځايي خلکو ته به ډېر په اسانه او له روانۍ سره د څښاک اوبه ورسېږي.

خو د قبایلي سیمې خیبر سدو خېلو اوسېدونکی سعد الله اپریدی وايي، دوی د خیبر پښتونخوا ګورنر د دې ګام ستاینه کوي خو باید دا کار عملي کړلای شي او یوازې دې تر امره محدود نه وي.

د والي له دفتره خپره شوې اعلامیه دا هم وايي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر د قبایلي سیمو اضافي مشر سېکرټر ته دا امر کړی دی چې د قبایلي سیمو ټول پرمختیايي کارونه دې پر وخت بشپړ کړي.
XS
SM
MD
LG