د لاسرسي ځای

تازه خبر

خان سید د حکیم الله محسود ځایناستی شو



پاکستاني طالبانو د خپل وژل شوي مشر حکیم الله محسود په ځای قوماندان خان سید د خپل نوي مشر په توګه وټاکلو ، خان سید چې د سنجنا په نوم هم شهرت لري، د خالي په ورځ د شمالي وزیرستان په یو نامعلوم ځای کې د طالبانو د یوې شورا په پریکړه کې په یاد منصب وټاکل شو.


طالبانو داپریکړه وروسته له هغې وکړه چې ددوی پخوانی مشر حکیم اله محسود پرون د شمالي وزیرستان په ډنډي درپه خیل سیمه کې په یو ډرون برید کې ووژل شو. نوموړی نن د شمالي وزیرستان په یو نامعلوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو.

حکيم الله محسود په ٢٠٠٩ م کال کې ، وروسته له هغې د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو چې د بې پېلوټه الوتکې يوه بريد د دې ډلې پخوانى مشر بيت الله محسود وواژه.

د مشال ريډيو د خبريال د خبر له مخې د حکيم الله محسود د وژنې وروسته د خيبر پښتونخوا او اسلام اباد په ګډون ټول پاکستان کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره ګامونه پورته کړل شوي دي.

د پاکستان د کورانيو چارو وزارت د ډرون بريد غندنه کړې ده او ويلي دي چې دوي اوس هم له طالبانو سره د سولې خبرې کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG