د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (نومبر ۰۳)


ډیلي ټیلیګراف ـــ د امنیتي سرچینو او وسله والو کماندانانو له خلې لیکي ــــ په یو ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود د وژنې نه وروستو ـــ طالبانو خان سید عرف سجنا خپل مشر غوره کړې دی.


حکیم الله محسود ، د بیت الله محسود او ولي الرحمان نه وروستو د طالبانو دریم مهم کماندان وو ـــ چه په ډرون برید کې وژل شوې دی .

یو طالب کماندان ورځپاڼې ته ویلي ــ د خالي په ورځ ـــ د طالبانو شورا ـــ د شورا د غړو او کماندانانو نه مشورې غوښتې دي. حتمي پریکړه به لږ نور وخت هم غواړي ځکه چې د شورا غړي وخت په وخت د غونډې ځاي بدلوي.

ډیلي ټیلیګراف وړاندې لیکي ـــ په داسې حال کې چې د عادي وګړو د وژنې په حواله ــ په ډرون بریدونو انتقادونه کیږي د حکیم الله محسود وژنه ـــ د سي آي ای د ډرون پروګرام لپاره یوه مهمه کامیابي ګڼل کیږي.


بل خوا ای پي خبري اژانس په یو راپور کې لیکي ــــ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکه خاص استاذي جیمز ډوبینز ویلي ـــــ که چیرې په وخت باندې د هغه طالبانو سره د روغې جوړې هڅه شوې وی ـــ کومو چې د افغانستان اساسي قانون ته احترام لرلو ـــــ نو د ډیرو انسانانو ژوند به بچ شوې وو ـــــ یاغیان به کمزوري شوې وو ــــ او په افغانستان کې به د امن پروسه نوره هم ګړندۍ شوې وه.

د جمعې په ورځ په لندن کې ــــ برطانیه د بهرنیو چارو د وزارت سره د خبرو نه وروستو د وینا په وخت جیمز ډوبینز زیاته کړه ـــــ په کال ۲۰۰۲ م کال کې یو شمیر غلطۍ شوي دي ـــــــ د نوموړې په اند په ۲۰۱۱ م کال کې د روغې جوړې یو سنجیده عمل نه پیل کول شاید یوه غلطي وه.

نوموړي دا هم اوویل ـــ چې ـــ په ۲۰۰۳ م کال کې ـــ په عراق برید ـــ په یو ډیره مهمه موقعه ـــ د افغانستان نه د امریکه توجه واړوله ــــ چې ورسره طالبانو ته د بیا یو ځايي کیدو او پنګو راټولولو موقعه په لاس ورغله.

جیمز ډوبینز زیاته کړه ـــ چې ددې هر څه باوجود ـــ په دې نیزدو کالونو کې افغانستان پرمختګ کړې دی ـ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG