د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار چارواکو ۵۰ سلنه ماشومان له کارونو ژغورلي دي


جلال اباد - د ننګرهار دکار او ټولنیزو چارو رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې ۵۰ سلنه ماشومان له درنو کارونو څخه ژغورلي او د زده کړو زمينه يې ورته برابره کړې ده.


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مشر عبد الحکیم شېرزاد مشال راډيو ته وويل: د همکارو موسسو په مرسته يې سلګونه تنه يتيم ماشومان له درندو کارونو ژغورلي او تعليمي اسانتياوې يې ورته برابرې کړي.

نوموړي وايي: ((په تامينات اجتماعي کې موږ د صفت په نامه يوه کميټه لرو، تقريباً هر کال په سلګونو تنه ورک ماشومان مو له فاميلونو ( کورنيو) سره يو ځای کړي دي، هر کال له سلو څخه تر يو نيم سلو پورې په خطر کې د واقع ماشومانو کيسونه برسي شوي دي، د سوالګرو ماشومانو په مورد کې د پخوا پرتله ډېر کموالی راغلی دی.))



د کار او ټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کې د امام بخاري په نوم د يتيمو ماشومانو لپاره ښوونځي هم پرانستل شوی، چې په سلګونه تنه په کې په زده کړو بوخت دي.

يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( ښوونځي له اته نيمو بجو څخه شروع کېږي او په ۱۲:۳۰ خلاصېږي. د دولس نيمو نه بعد بيا ډوډۍ خورو دلته. ډوډ‌ۍ چې وخورو بيا لمانځه ته ځو. د لمانځه بعد بيا اطاقونو ته ځو، بيا جمناسټيک کوو، جمناسټيک نه وروسته بيا د مازيګر لمانځه ته ځو ورپسې د ماښام لمونځ کوو او بيا د کمپیوټر په زده کړه پيل کوو.))

يو بل تن زده کوونکي وايي:

(( زه حفیظ الله ولد حزب الله یم، شاګرد يم. دا مې درېيم کال دی، چې پلار مو ژوندی وو ژوند مو ښه وو. چې پلار مې مړ شو بيا د پيسو نه کمزوري شوو، بيا راته چا وويل چې دلته د يتيمانو مدرسه ده، اوس دلته د خپل علم زده کړه کوو. مخکې مې کار او دهقاني کوله، اوس ډېر خوشاله يم چې خپل تعليم کوو.))

سره له دې چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست په دې هڅه کې دی چې ماشومان له درنو کارونو او خير غوښتلو څخه وژغوري خو لا هم يوازې په جلال اباد ښار کې په سلګونه تنه ماشومان د درنو کارونو تر څنګ په خير غوښتلو هم روږدي شوي، چې د کار او ټولنيزو چارو مشر عبدالحيکم شېرزاد بيا د دې کار پړه د ماشومانو په کورنيو اچوي.

دی وايي:

(( هغوی چې مور او پلار يې له لاسه ورکړي، دولت ورته امکانات ورکوي لکه زموږ رياست کار و امور اجتماعي شهدا و معلولين چې ورته د مياشتې يو نيم زر افغانۍ د مياشتې ورکوي، په هغې باندې خودکفا کېږي نه او له بلې خوانه د فاميلونو ( کورنيو) مشکل دا دی چې لږ په کې بې تفاوته دي، لږ څه ته ګوري چې اوس يې ماشوم تر لاسه کړي، خو د ماشوم اينده ته نه ګوري.))

عیدالحکيم شېرزاد هم دا مني چې لاهم په ننګرهار کې په سلګونه تنه ماشومان د خښتو په بټیو، مستري خانو ، او کارځایونو کې په درندو کارونه بوخت دي. چې يو شمېر يې د چلال اباد ښار په واټونو کې په خير غوښتلو هم صرفه نه کوي.

دی زياتوي، د کار او ټولنيزو چارو رياست په دې هڅه کې دی چې يتیمو او بې سرپرسته ماشومان له درندو کارونو، خير غوښتلو او نور تهديدونو څخه په هره ممکنه لاره وِِژغوري.
XS
SM
MD
LG