د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې شورا وايي، سوله کوي، او بریدونه نه زیاتوي


د طالبانو قوماندان ملا وکیل
د طالبانو قوماندان ملا وکیل
سرچینه: ډېلي بیسټ
ژباړه: بشیر ګواښ


ډېلي بيست ليکي اسلام اباد کې د افغان طالبانو د کوټې شورا غړو په يوه غونډه کې فیصله کړې چې د سولې په مذاکراتو کې به همکاري کوي او بريدونه به نه زياتوي.


دا خلک اسلام اباد کې د افغان طالبانو يو ملاتړ کوونکي سړي ښکلي کور ته په مرمۍ ضد موټرو کې ورغلي ول. له دوی سره وسلې نه وي. سپينې خولۍ يې په سر وې او اوتو کړي جامې يې اغوستې وې. پاکستان تر ډېره وخته پورې له دې انکار کړی چې افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي خو د ډېلي بیسټ په وينا اوس پاکستان ښه په ښکاره طالبانو ته د ناستو او تګ راتګ موقعې برابروي.

په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې د کوټې شورا لس مهم طالبان شامل وو. په دوی کې د طالبانو يو مهم نظامي مشر، اختر محمد منصور، د افغانستان په جنوب کې د طالبانو قوماندان مولوي حسن رحماني او د دوی د مشر ملا عمر نيزدي ملګري عبدالروف خادم او ملا ګل اغا ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د کوټې شورا يو بل مشر غړی عبدالقيوم ذاکر نه وو. د ډېلي بيست په خبره نوموړی د اختر محمد منصور سره پر نظامي مشرۍ اختلاف لري او غواړي د طالبانو نظامي مشر دی پخپله وي.

په رپورټ کې راغلي چې دې غونډه کې ګډونوالو افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې د برخه اخيستو په اړه تاوده بحثونه وکړل. ځينو ويل چې امريکايي پوځيان له افغانستانه په وتو دي او اوس ښه وخت دی چې خپل چريکي يا ګوريلايي حملې تېزې کړي. خو اکثريت په دې نظر وو چې له دولس کاله جګړې وروسته نور بايد د سولې لاره غوره کړل شي او سياسي روغه جوړه دې وشي.

ډېلي بیست د ذبيح الله په نامه يو طالب قوماندان له خولې ليکلي چې پاکستان طالبانو ته ويلي چې افغان حکومت سره يو جوړجاړي ته رسيدلو لپاره ځينې سختې غوښتنې پريږدي او پر ځای دې يې داسې مطالبې وکړي چې د منلو او عملي کولو وړ وي.

په دې رپورټ کې راغلي چې د افغان طالبانو د کوټې شورا ځکه د کوټې په ځای اسلام اباد کې دا غونډه وکړه چې هلته د ملا نجيب الله له بريده ويريږي. د طالبانو قوي قوماندان ملا نجيب الله د ځانمرګو بريد کوونکو يو ګروپ مشر او د سولې د خبرو خلاف دی.

افغان حکومت له دې ناستې خبر وو او ډېلي بیسټ ويب پاڼې د ولسمشر حامد کرزي د يو سلاکار له خولې ليکلي چې د کوټې شورا د غړو په خپله منځ کې ناسته ښه کار دی. نوموړي زیاته کړي چې دا مهال پاکستان کې طالبان تر بل هر وخته ډېر خوشاله دي او دا ښه خبره ده چې د شورا غړي په ارامه زړه له خطره بهره يو ځای کې سره کښينایتل او د سولې په اړه يې خپل نظرونه سره شريک کړل.
XS
SM
MD
LG