د لاسرسي ځای

د پاکستان تحریک طالبان مشر حکیم الله مسود (محسود، مسید) د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.


دا لومړی ځل نه دی چې په قبایلي سیمو کې د پاکستانیو طالبانو لوړپوړی مشر په ډرون حملې کې وژل شوی دی بلکې له دې مخکې هم د طالبانو او القاعدې وسله والې ډلې یو شمېر مهم مشران د ډرون بریدونو ښکار شوي دي.

له هغه وخته چې د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې شوې دي نو داسې رپورټونه دي چې د وسله والو مشرانو خپل تګ راتګ او له یو بل سره رابطې یا تماسونه هم کم کړي دي.

ایا حکیم الله محسود هم د ډرون له حملې ځان ژغورلو لپاره څه ځانګړي ګامونه اخیستي ول او که نه؟

دا پوښتنه مو له خبریال اشتیاق مسوده وکړه چې په بیا بیا یې له حکیم الله مسود سره لیدلي دي.

د اشتیاق مسود خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG