د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو طالبانو نوی مشر خان سید سجنا څوک دی؟


خان سید خالد یا سجنا
خان سید خالد یا سجنا

د حکیم الله مسود تر وژنې وروسته تحریک طالبان پاکستان خان سید د طالبانو نوی مشر ټاکلی دی.


په وزیرستان کې د طالبانو سرچینو مشال راډيو ته وویل، د شنبې پر ورځ د طالبانو د شورا یوه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د تحریک طالبان پاکستان وزیرستان، اورکزو، ټانک او بنو مشرانو چې زیاتره مسود (محسود، مسید) قوماندانان ول، ګډون وکړ.

د سرچینو په وینا، په غونډه کې له شریکو ۶۰ مشرانو ۴۶ پر دې سره سلا شول چې خان سید به د طالبانو د تحریک نوی مشر وي.

د طالبانو تحریک پخوانی مشر حکیم الله مسود د جمعې پر ورځ په ډرون برید کې ووژل شو.

تر اوسه د طالبانو ویاند په رسمي ډول د خان سید مشرۍ پخلی نه دی کړی.

خان سید د سنجنا یا سجنا او د خالد په نومونو هم مشهور دی.

نوموړی هغه وخت د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر وټاکل شو چې د ۲۰۱۳ز کال د مې پر ۲۹مه د طالبانو مرستیال مشر ولي الرحمان د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې ووژل شو.

خان سید سجنا ۳۶ کالن دی او د جنوبي وزیرستان د مسودو شوبي خېل دی. د ده پلرنی کلی په جنوبي وزیرستان کې دوه توی نومېږي او د پلار نوم یې شبي خېل دی.

خان سید په وزیرستان کې د طالبانو قوماندان او د تحریک طالبان پاکستان پخواني مرستیال مشر ولي الرحمان نېږدې ملګری وو. دی د ولي الرحمان د شورا تر ټولو لوړ پوړی غړی وو. دا شورا دا مهال پرېکړې کوي.

د خان سید په اړه ویل کېږي چې په افغانستان کې یې د افغان او امریکايي پوځیانو پر ضد فعاله جګړه کړې ده او د پاکستان پر ضد د جنګېدو په اړه نرم نظر لري.

د حکیم الله مسود په څېر نوموړی هم له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرو پلوی دی.

د خان سید په اړه ویل کېږي چې نه یې ښوونځی لوستی دی او نه یې هم مدرسه او همداراز بې سواده یا ان پړ ګڼل کېږي خو له قبایلي دود او کړو وړو او ورسره د جرګې له نظامه خبر کس دی او د طالبانو د مشرۍ وړتیا لري.

خان سید په ۲۰۱۲ز کال کې د بنو زندان ماتولو پېښې تر شا فعال کس وو. هغه وخت طالبانو له بنو زندانه ۳۸۴ زندانیان خوشې کړي ول.

نوموړی همداراز په ۲۰۱۱ز کال کې په کراچۍ کې د پاکستان بحري ځواکونو پر اډې د برید په پلان جوړوونکو کې هم شامل وو.
XS
SM
MD
LG