د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره خبرې وکړی که نه نو د ناټو لاره نیسو


عمران خان د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې له پاکستانيو طالبانو سره د خبرو اترو په پيل کې له ځنډه کار اخلي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ګواښ کړى، که چېرې امريکا پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ونه درول، نو دوى به په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امريکايي ځواکونو رسد لارې وتړي.


نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په لاهور کې د خپل ګوند د مرکزي کومېټې تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، که مرکزي حکومت له پاکستاني طالبانو سره په خبرو اترو کې له ځنډه کار اخلي، نو چمتو دى چې د خپل ګوند له لارې له هغوى سره خبرې پيل کړي.

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په پيل کې له ځنډه کار اخلي.

عمران خان وويل:

"که چېرې له طالبانو سره د خبرو اترو پر مهال پر قبايلي سيمو امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد وکړل، نو نن زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ به په خيبر پښتونخوا کې په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندې رسد لارې بندې کړو. موږ به له طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې د هېچا فشار ونه زغمو."

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان د عمران خان د وروستيو ګواښونو په اړه وايي، چې نوموړى به ونه کړاى شي چې د پاکستان د مرکزي حکومت او ددغه هېواد د پوځ له غوښتنې او پرېکړې پرته د ناټو رسد لاره بنده کړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سياسي چارو کارپوه شوکت خټک وويل:

"د ناټو رسد لارو تر بندولو وروسته چې پر مرکزي او صوبايي حکومتونو کوم فشار راځي، نو زما په فکر عمران خان به د دې جوګه نشي چې دا فشار برداشت کړي او د مرکزي حکومت او د پوځ د فيصلې نه بغېر داسې يو اقدام به دى وکړي او دى به کامياب شي، زه فکر کوم دا ممکنه نه ده.

کله چې عمران خان د ناټو د سپلايي خلاف په پېښور کې احتجاج کړى و، نو هغه وخت عمران خان په حکومت کې نه و، نو په هغه باندې دومره فشار هم نه و."

شوکت خټک وايي، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د پاکستان نه، بلکې د امريکا د متحده ايالاتو مساله ده.

پاکستانيو وسله والو طالبانو له حکومت سره خبرې اترې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريدونو پورې مشروط کړي دي او ددغه هېواد له حکومته يې غوښتي، چې تر مذاکراتو او ډزبندۍ مخکې دې پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

خو د سياسي چارو کارپوهان بيا وايي، چې ترڅو پورې په قبايلي سيمو کې د نړېوالو ترهګرو ځالې موجودې وي، امريکا به د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ونه دروي.

ياده دې وي، چې د پاکستان حکومت د ٢٠١١م کال د نومبر په ١١مه نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په مومند ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوستې د امريکا د هوايي بريد په غبرګون کې د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې وه، چې بيا تر اتو مياشتو بندیز وروسته يې د ٢٠١٢م کال د جولاى په ٣مه نېټه بېرته پرانېستله.
XS
SM
MD
LG