د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت دې کړې وعده عملي کړي


پېښور: د کیسه خوانۍ بازار کنډکپر دوکانونه
پېښور: د کیسه خوانۍ بازار کنډکپر دوکانونه

د دوکاندارانو ټولنې مشر ملک عليم جان مشال راډيو ته وويل حکومت د نقصاناتو پوره کوله ژمنه کړې وه خو هغه تر اوسه یې لا نه ده پوره کړې.

د پېښور کیسه خوانۍ بازار دوکاندارانو ټولنه وايي، د يوې مياشتې تېرېدو باوجود تراوسه صوبايي حکومت د دوی د نقصاناتو ازاله ونه کړه، چې په چاودنه کې ورته رسېدلي ول.


د دوکاندارانو ټولنې مشر ملک عليم جان مشال راډيو ته وويل، حکومت د نقصاناتو پوره کوله ژمنه کړې وه خو هغه تر اوسه لا پوره نه کړل شوه.

نوموړي زياته کړه د کیسه خوانۍ په چاودنه کې نژدې ۴۰ دوکانونه تباه شوي او په مجموعي توګه یې د ۲۰کروړو روپو نقصان شوی دی.

"موږ غواړو حکومت راته ژر تر ژر د شوي تاوان ازاله راکړي ځکه چې د دوکاندارانو به لږ کار پرې شروع شي. دا ځل بمي چاودنه ډېره خطرناکه وه، چې پکې هر قسم نقصان وشو. دوکاندارن پکې ووژل شول، جايدادونه يې تباه شول. داسي چاودنې مخکې هم شوې دي خو دوکاندارانو ته دومره نقصان نه دی شوی، څومره چې په دا وروستۍ هغه کې ورته ورسيدو"

يو دکاندار بخت زاده چې د رختونو (کپړې) کاروبار کوي، مشال راډيو ته يې وويل، د ضروري کاغذونه جمع کولو باوجود هم حکومت ورسره هېڅ امداد ونه کړ.

"زما يوازې د رختونو دوکان نه دی بلکې ورسره د کرنسۍ کاروبار مې هم کولو. په دې چاؤدنه کې زما اته لکه روپۍ نقصان وشو. موږ د دې لپاره فارمونه هم جمع کړي دي خو لا يې څه مالومات نشته. زموږ کاروبار خراب شو، نقصان مو وشو. حکومتي اهلکاران راشي تش پلټنې وکړي خو پيسې تراوسه منظورې نه شوې"

د پيښور ضلعې انتظامي وياند فيروز شاه وايي،" چې لومړی د پټواريانو او تحصيلدارانو مرسته اخيستې ده او د هغوی د رپورټ انتظار دی. او موږ د تاجرانو کميټۍ رپوټ ته هم انتظار کوو، چې د چا څومره نقصان شوی دی نو له هغه پس به موږ صوبايې حکومت ته سپارښتنې لېږو او چې چا څومره نقصان شوی وي د هغې مطابق ورته پيسې ورکول کېږي."

فېروز شاه وايي، دوکاندارانو ته به د هغوی د نقصاناتو ازالې په پوره کولو کې به لږ وخت ولګېږي.



پېښور: د کیسه خوانۍ بازار چاودنې یو تصویر
پېښور: د کیسه خوانۍ بازار چاودنې یو تصویر
XS
SM
MD
LG